د ټرمپ د نوي فرمان پر ضد د ایالتونو شمېر شپږو ته ورسېد

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تراوسه ډونلډ ټرمپ په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د امریکا واشنګټن، نیویارک، مینه سوټا، اورګان او ماساچوسټ ایالتونو ویلي، چې د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ نوي فرمان پر ضد قضايي ګام پورته کوي.

له دې مخکې هاوایي ایالت هم د شپږو هېوادونو د وګړو د مخنیوي لپاره د نوي فرمان پر ضد شکایت کړی دی.

دا شپږ ایالتونه وایي، د ډونلډ ټرمپ نوي فرمان کې هم هغه حکم دی چې محکمې یې پر ضد پخوا هم پرېکړه وکړه او د اجرا کېدلو مخنیه یې ونیوله.

* د ټرمپ د فرمان پر وړاندې غبرګونونه

* م. م: د ټرمپ سیاست د بهرنیانو ضد کرکه پاروي

* د امریکا کورني امنیت وزارت د ټرمپ کډوالۍ فرمان 'رد کړ'

ښاغلي ټرمپ په اوسني فرمان کې هم د ایران، لیبیا، سوډان، سومالیا، سوریې او یمن پر وګړو د ۹۰ ورځو لپاره امریکا ته د تګ بندیز لګولی دی.

له پخواني فرمان سره یې توپیر دا دی چې یواځې له عراقي وګړو دا بندیز لرې شوی دی.

له دې مخکې د هاوایي ایالت چارواکو د شکایت په کولو سره امریکا ته د شپږو هېوادونو پر وګړو د بندیز لګولو فرمان وننګاوه.

دوی په دې تړاو د ښاغلي ټرمپ د یو لوی سلاکار سټفن میلر خبرې ته اشاره کړې چې د دویم فرمان په هکله یې رسنیو ته کړې ده: په واقعیت کې "هماغه د اولني فرمان سیاست دی".

رپوټونه وايي، چې مینه سوټا او اورګان ایالتونه هم د ښاغلي ټرمب نوی فرمان ننګول غواړي.

د انځور حقوق AP
Image caption په نوي فرمان کې یواځې د عراق له وګړو بندیز لرې شوی.

د واشنګټن لوی څارنوال رابرټ فرګوسن ویلي، که څه هم نوی فرمان د پخواني هغه په پرتله لږ خلک اغېزمنوي، خو ایالتونه یې لا هم له حقوقي اړخه ننګولی شي.

د ښاغلي فرګوسن په خبره، د ډونلډ ټرمپ حکومت ته دا زبادول پکار دي، چې نوی فرمان د محکمې له حکم سره نه مخ کېږي، چې پخوانی فرمان یې ځنډولی و.

د نیویارک او ماساچوسټ ایالتونو لویو څارنوالانو هم ویلي چې په دغه شکایت کې له واشنګټن سره ملګري دي.

ګوتنیونکي وايي، نوی فرمان هم هغه هېوادونه په نښه کوي چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي او دا د مسلمانانو پرضد توپیر دی.

خو سپینه ماڼۍ وايي، ډېر ډاډمن دي چې نوی فرمان به په محکمه کې بریالی شي.