د امریکا له کانګریس نه غوښتنه شوې، چې پاکستان د ترهګرۍ سرپرست هېواد وبولي

کانګریس د انځور حقوق Getty Images
Image caption اوسني کانګریس کې پر پاکستان د فشارونو ډېرولو په تړاو غږونه ډېر شوي دي

د امریکا کانګریس کې یو لایحه وړاندې شوې، چې په کې غوښتل شوي پاکستان باید له ترهګرۍ سره مرسته کوونکی هېواد وبلل شي.

دغه لایحه ټیډپو وړاندې کړی، چې د کانګریس نفوذ لرونکی غړی بلل کېږي. نوموړي پاکستان سره د امریکا اړیکو کې د 'انقلابي بدلون ' هڅه هم کړې.

جنرال نېکولسن: له پاکستان سره د امریکا پر اړیکو بیا کتنه پکار ده

د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو نوملړ کې د پاکستان شاملولو غوښتنه

امریکا له پاکستان سره د پوځي مرستې شرطونه لا سخت کړي

ټیډپو د امریکا کانګریس کې د ترهګرۍ ضد جرګه ګۍ مشر دی او له دې مخکې یې هم د پاکستان پر تګلاره نیوکې کړې دي.

سپینې ماڼۍ د پاکستان خلاف پټېشن ' لاسلیک شوی غوښتنلیک ' تړلی دی. د دغې لایحې له مخې باید د امریکا ولسمشر د ۹۰ ورځو مودې کې ځواب ورکړي، چې پاکستان له ترهګرۍ سره مرسته کوي که نه.

له دې ۳۰ ورځې وروسته به د بهرنیو چارو وزیر رپوټ ورکوي، چې له مخې به یې پاکستان د ترهګرۍ سرپرست هېواد بلل کېږي او یا به په تفصیل سره څرګندیږي، چې ولې د دغه هېواد نوم په دغه نوملړ کې نه شي شاملېدی.

ټیډپو په لایحه کې لیکلي:

''پاکستان داسې ملګری هېواد دی، چې نه یوازې د باور وړ نه دی، بلکې تر کلونو پورې یې د امریکا د دشمنانو ملګرتیا کړې او هغوی سره یې مرسته کړې ده. ''

نوموړي دغه راز ویلي، که اسامه بن لادن ته د پټنځای ورکولو موضوع ده او که له حقاني شبکې سره ملګرتیا په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان تګلاره معلومه ده او داسې ګڼ ثبوتونه شته، چې ښيي پاکستان ' د امریکا ملګری نه دی '

لایحه وايي: اوس وخت راغلی، چې موږ پاکستان ته د ټګي، برګي بدل کې پر انعام ورکولو بندیز ولګوو او داسې یو هېواد یې وبولو، چې په حکومتي کچه د ترهګرۍ سرپرستي کوي.

ټیډپو تېر کال سپتمبر کې هم وړاندې کړی و، خو د تایید احتمال یې ځکه ډېر لږ و، چې د اوباما حکومت وروستۍ ورځې وې او پر دغه قرارداد بحث کولو ته وخت پاتې نه و.

ټیډپو د قرارداد تر څنګ په ' نېشنل انټریسټ ' نومې مجله کې له پخواني مرستیال دفاع وزیر جیمزکلیډ سره په ګډه یوه لیکنه کړې.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټیډ پو مخکې هم کانګریس ته د ترهګرۍ ملاتړو هېوادونو په لست کې د پاکستان شاملولو په تړاو طرحه وړاندې کړې وه

دغه لیکنه کې ویل شوي چې امریکا باید له پاکستان سره اړیکو کې بدلون ته د هند او پاکستان له خپل منځي اړیکو ورهاخوا وګوري، ځکه وايي دغه پالیسي زړه شوې ده.

د دوی مشوره ده، چې باید سویلي یا سویل لوېدیځه اسیا کې د کوم نوي کړکیچ له کبله د امریکا پام بل لور ته شي او هغه پاکستان مرستې ته منډه نه کړي، چې د نړیوالو مالي اداري پورونه نه شي ورکولای.

له دې مخکې د امریکا یو شمېر مشهورو فکري مرکزونو او د سویلي اسیا چارو ماهرینو کانګریس ته ورته سخت قرارداد وړاندې کړی، چې په کې ورته مشورې ورکړل شوې وې.

پاکستان دا دلیل وايي، چې نړیوالو په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان قربانۍ له پامه غورځولې دي او له دغه هېواده د نور فعالیت تمه کوي.

ورته مطالب