اسټرالیا کې د جهیل اوبو رنګ ګلابي شوی

د انځور حقوق PARKS VICTIRIA
Image caption چارواکي وايي، تر اوبو لاندې د مالګې او کای ( چڼاسي ) له کبله د اوبو رنګ اوښتی

د اسټرالیا ملبرون ښار کې د تروو اوبو یو جهیل کې د اوبو رنګ د تودوخې ټیټې درجې او وچکالۍ له کبله ګلابي شوی دی.

د جاپان پولیس سیلانیانو ته رزمي سپورت ور زده کوي

روسیه کې د واورې زرګونو ګولیو خلک حیران کړي

د چاپېریال ساتنې ادارې چارواکي وايي د جهیل تر اوبو لاندې مالګې اوبړۍ کړې، چې سور رنګ ورنه راوځي. چارواکو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې د جهیل له لیدو خوند واخلي، خو وايي لامبو دې په کې نه کوي.

د انځور حقوق PARKS VICTORIA
Image caption د دغه جهیل اوبه ترووې دي

د کاناډا او اسپانیا په جهیلونو کې هم ورته پېښې شوې.

د پارک مشر ساینسپوه مارک نومین وايي، دا طبیعي حالت دی. هغه وايي خلک داسې هم وايي، چې دا د کارخانو یا صنعتي کارځایونو پاتې شوني دي، یا اوبو ته مصنوعي رنګ ورګډ شوی، خو په خبره یې داسې نه ده.

د انځور حقوق PARKS VICTORIA
Image caption له باران وروسته به د جهیل اوبو رنګ بېرته طبیعي حالت ته وګرځي

نوموړی وايي که څه هم دا اوبه خطرناکې نه دي، خو دی وايي په کې د لامبو مشوره به ور نه کړي.

هغه وايي جهیل کې مالګه او خاوره دومره ډېر دي، چې له لامبو نه د خوند اخیستو پر ځای به لامبوزن له ستونزو سره مخامخ وي. ښاغلی نومین وايي د موسم له بدلېدو او باران وروسته به د اوبو رنګ بېرته خپل حالت ته وګرځي.