اردوګان د هالنډ دولت د نازیانو پاتې شوني وبلل

د انځور حقوق AFP
Image caption رجب طیب اردګان غواړي دغه ټولپوښتنه کې د بهر مېشتو سلګونو زره ترکانو ملاتړ تر لاسه کړي، چې د رایې ورکولو حق لري

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان هالنډیان د ' نازیانو پاتې شوني او متعصب ' بللي دي.

په پام کې وه د ولسمشر اردوګان د واک زیاتولو لپاره د یوې ټولپوښتنې ملاتړ تر لاسه کولو لړ کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د هالنډ پلازمېنه روتردام کې یوې غونډې ته وینا وکړي، خو ځايي چارواکو د امنیتي اندېښنو له کبله پر دغه غونډه بندیز ولګاوه.

له هغه وروسته د وزیر الوتکې ته د کېناستو اجازه هم نه ده ورکړل شوې. د هالند لومړي وزیر مارک روټ د ښاغلي اردوګان دغه څرګندونې بې ځایه بللې دي. نوموړي ویلي:

'' بې له شکه دا د لیونتوب خبرې دي ''

د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ته په دغه هېواد کې د هالنډ سفیر د سپیناوي لپاره غوښتل شوی دی.

د ترکیې پوځ پر حجاب بندیز لغوه کړ

اردګان له قبرص نه د ټولو ترکي پوځونو وتل رد کړي

بل لور ته په یوه حیرانونکي ګام کې د ترکیې د کورنۍ وزیرې فاطمه بتول سایان کایا هڅه کوي د ځمکې له لارې هالنډ ته لاړه شي.

د ترکیې دولتي خبري اژانس انادولیه په رپوټ کې ویل شوي چې که څه هم هلته د نوموړې لیدنې لغو شوې او اوسمهال هغه جرمني کې ده، خو وايي وروسته به د هالنډ پر لور وخوځیږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو پر وزیر لګېدلي بندیز ته غبرګون کې ښاغلي اردوګان خپل هېواد ته د هالنډ الوتکو پر ورتګ د بندیز ګواښ کړی دی.

هغه ویلي:

'' هغسې چې تاسې غواړئ زموږ پر وزیر بندیز ولګوئ، خو اوس به وګورو، چې څنګه ستاسې الوتکې ترکیې کې کښېني. ''

د بهرنیو چارو وزیر مولود کاووس اوګلو هم خبرداری ورکړی که پر ده بندیز ولګیږي ترکیه به هم پر هالنډ سخت بندیزونه ولګوي.

له دې مخکې اتریش، جرمني او سوټیزرلنډ هم د طیب اردګان د پلویانو پر ورته لاریونونو او غونډو چې پام کې وه ترکي چارواکي ورته وینا وکړي، بندیزونه لګولي دي.

دغه ټولپوښتنه اپریل کې تر سره کېږي او ترکي چارواکي هڅه کوي له هېواده بهر د استوګن ترکانو ملاتړ تر لاسه کړي. له دې کبله د اروپايي هېوادونو او ترکیې تر منځ اړیکي خړپړ شوي دي.

د جرمني یو شمېر ښارونو کې د نوموړي د پلویانو پر لاریونونو بندیز د ترکیې ولسمشر سخت غندلی او دا یې د نازيانو حکومت اقداماتو ته ورته بللي دي.

په غبرګون کې د جرمني لومړۍ وزیرې اېنګلامېرکل دغه څرګندونې خواشینونکې بللې او وايي له نازیانو سره پرتله کول به یوازې خواشیني ډېره کړي.

د انځور حقوق AP
Image caption هالنډ ته د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د سفر له سفر سره هممهاله دغه هېواد کې اسلام ضد فعالانو مظاهرې کړې

په پام کې وه دغسې یوه غونډه سویټزرلنډ کې وشي، خو د ځمکې څښتن اوس له اجازې ورکولو انکار کړی او معلومه نه ده، چې دغه غونډه به وشي او که نه.

د اتریش او هالنډ حکومتونو د ترکیې حکومت پر دغه اقدام نیوکه کړې، چې ګواکې د ترکیې ټولپوښتنې لپاره اروپا کې کمپاین کوي.

دغه ټولپوښتنه به د اپریل پر ۱۶ نېټه وشي. رجب طیب اردګان غواړي دغه ټولپوښتنه کې د بهر مېشتو سلګونو زره ترکانو ملاتړ تر لاسه کړي، چې د رایې ورکولو حق لري.

دا مهال دغه ډول ۱۴ سوه زره ترکان یوازې جرمني کې مېشت دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب