د امریکا یو مشهور لوی څارنوال: ټرمپ له دندې ګوښه کړم

د انځور حقوق EPA
Image caption دغه لوی څارنوال د ټرمپ په غوښتنه استعفا نه ور کوله.

په نیویارک کې د منهټن وتلي فدرال لوی څارنوال پرایټ بارارا ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له دندې ګوښه کړی دی.

ښاغلي بارارا په ټوېټ کې لیکلي: "ما استعفا نه ده ور کړې، څو شیبې مخکې له دندې ګوښه کړل شوی یم".

نوموړی له هغو ۴۶ څارنوالانو دی چې د باراک اوباما په حکومت کې ګومارل شوي، خو د ټرمپ ادارې ترې غوښتي و، چې له دندو لاس پر سر شي.

* د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار استعفا وکړه

* ډیموکراټان د امریکا د عدلیې وزیر استعفا غواړي

* د امریکا د بهرنو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو استعفا وکړه

خو له دې سره سره پریټ بارارا استعفا ور کولو ته چمتو نه شو او ولسمشر یې اړ کړ چې د ګوښه کولو مسوولیت یې ومني.

ښاغلي بارارا په بل ټوېټ کې د منهټن څارنوالۍ دنده "په مسلکي ژوند کې تر ټولو لوی ویاړ" بللې ده.

د امریکا ولسمشران په دودیز ډول د پخوانیو ولسمشرانو له خوا له ګومارل شویو کسانو غواړي چې استعفا و رکړي، خو په یو وار د ۴۶ پخوانیو فدرال څارنوالانو د استعفا غوښتنه ډېره هیښوونکې بلل کېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د والسټریټ دوسې دغه څارنوال ډېر مشهور کړ.

د منهټن لوی څارنوال تېر نومبر رسنیو ته دا هم ویلي و، چې ډونلډ ټرمپ یې پاتې کېدل غواړي او ده هم ور سره منلې ده.

خو د جمعې په ورځ د نوموړي نوم د هغو څارنوالانو په نوملړ کې راغلی و، چې عدلیې وزارت یې استعفا غوښتله او دې چارې څارونکي حیرن کړي وو.

ښاغلی بارارا د والسټریټ او نیویارک صرافانو په هکله د خبر جوړوونکو دوسیو د څارلو له امله په امریکا کې ډېر پېژندل کېږي.

نوموړي د ډیموکراټو او جمهوريپالو پرضد دوسیې چلولې دي.