هنرمندې له نورو سره مرسته کې هغه څه وموندل چې شتمنۍ کې یې نه لرل

د انځور حقوق Paco Rocha
Image caption رېنال پټېل د انډونیزیا د یوه ډنډ پر غاړه.

هند توکمه برتانوۍ هنرمنده رېنال پټېل په ۳۰ کلنۍ کې داسې ښکارېدله، چې هرڅه لري، هغه په لندن کې لویه شوې او هلته يې له یوې فلمي کمپنۍ سره د اړيکو د مدیرې په توګه کار کاوه.

هغې د کال تر ۷۰ زره پونډو ډېرې پېسې پېدا کولې، خو د ډيرو پیسو له ګټلو تېره شوه او د نړۍ په چکر ووتله.

اغلې پټېل غوښتل د نورو خلکو سره په مېلمه کېدلو، پیاده رو کې په څملاستلو او په ډېرانونو کې په توکو موندلو او کارولو سره د میاشتې سل پونډه بچت کړي او له دې لارې پر ټوله نړۍ راوګرځي.

* د پکتیکا معلمانې

* د ښځې کور کوم يو دی؟

اوس ۳۴ کلنه رینا پټېل د میلمنو د لارښودې، رضاکارانه چارو او لیکوالۍ له لارې د کال ایله ۱۰ زره پونډه پېدا کولی شي.

رېنال پټېل ویايي: "کله چې د پېسو ګټلو په اړه اندېښنه ونه لرئ نو له نورو سره ژورې اړيکې پېدا کولی شئ".

"زه پرې فکر نه کوم، که څه هم مالي بدلون به ولیدل شي. خو ځینې وخت به خلک درته خوراک اخلي، یا به دې کور کې مېلمه کوي او ته به د ژوند او زړه خبرې ور سره شریکوې ډېرو کوربنو راته وویل دا داسې څه دي چې په پیسو نه ترلاسه کېږي ".

وهل شوې پټېل

د انځور حقوق Paco Rocha
Image caption رینال پټېل ۲۰۱۳ کال کې د برتانیا د یو فېلم د ایوارډ پر مهال.

خو زیاتوي چې ټولې تجربې یې هم مثبتې نه دي. "خلکو څارلم، درې ځلې را باندې برید وشو او کور مې هم لوټ شو".

"که څه هم فزیکي ډول ترې بچ شوم، خو احساسات مې وځپل شول، زړه مې مات شو، باور مې له لاسه ور کړ او اوس یواځې د پخواني ځان هغه سیوری لرم".

* ويده شوې ميرمن له پاريسه بيرته لاهور ته ستنه شوه

* پاکستان کې د فېلمي مېرمنو لومړنی نړیوال جشن

د هغې په خبره، سفر او چکر دا فکر هم ور کړ چې پردیو ته د خپل زړه غوټې پرانیزيږ.

"سپینې خبرې، ریښتونولی، باور او تر ډېره مهمه مینه مې د تاواني کېدلو له کلیشه فکر ژغوري او ښځو ته دا حس ور کوي چې پیاوړې او خوشاله وي او دا ډول ښځې بدلون راوستلی شي".

نه هېرېدونکې کورنۍ

د انځور حقوق Paco Rocha
Image caption رینال پټېل بولیویا کې له ماشومان سره.

اغلې پټېل د بولیویا امازون ځنګل کې هغه کورنۍ یادوي چې ور سره اوسېدله او ټولنیزو چارو کې یې ور سره مرسته کوله.

وايي، ډېره هسپانوي یې زده نه وه په اشاروو به یې سره پوهول.

نوموړې وايي، دې کورنۍ څلور کاله لور ورته ویل او کله چې ترې بېلېدله، نو زړه یې پسې ژړل.

* انجلینا جولي: کمبودیا ويښه کړم

* انجلينا جولي د افغانستان په اړه پر يوه فلم کار کوي

اغلې پټېل پر نړۍ را ګرځي، په وروستیو کې یې یوه میاشت په هانکانګ کې تېرې کړې ده. دې په دغه سفر کې خپلې ټولې پیسې هغې خیریه موسسې ته ور کړې چې د هند په بې وزله سیمو کې ماشومانو سره مرسته کوي.

"ما غوښتل د ور کړې ښکلې کړۍ او دا ووینم، چې موږ ته څه پېښېږي، ځکه خلکو ته هغه څه ور کوو چې له موږ ډېر ورته اړ وي، خو خپل بخت د عالم لاسونو ته پرېږدو".

بم ښخوونکې پټېل؟

د انځور حقوق Paco Rocha
Image caption رینال پټېل د فلیپین په یوه ځنګل کې.

هغه برتانیا ته په لار ده او د خوړو او استوګنې تکیه یې پر هغو خلکو ته ده چې د مسافرو لاسنیوی کوي.

رینال پټېل وايي، کله چې یې د جرمني د یوه موټر مینځي په ټټۍ یا تشناب کې ویدېدل غوښتل، نو وروته وویل شول چې د بم ښخولو پلان خو به نه لري.

نوموړې په ناروې او سوېډن کې هم د ترخو خاطرو خبرې کوي او وایي، کله به یې د لارښودنې لپاره خوله وازوله، نو ورته (نه) به وویل شول.

هغه وايي، په سکنډینیویا کې یې د کډوالو د بد وضعیت رښتونی انځور هم ولید، چې یواځې سرې میاشتې ور ته سرپنا برابره کړې وه.

د بې کوره خلکو حال

د انځور حقوق Paco Rocha
Image caption رینال پټيل په انډونیزیا کې له ماشومانو سره.

نوموړې وايي، د بې کوره خلکو سره یې د مختلفو هېوادونو ډول ډول چلند ولیدل. په هند کې دا ډول خلک د اورګاډي تمځیو کې ویدېدل، خو سوېډن کې ورته ځانګړی ځای و.

رینال پټېل اوس د خپل سفر د تجربو په هکله لیکنې کوي او د بښنې نړیوالې ادارې او نورو خپلواکو خیریه موسسو د انساني حقونو د برخې ویانده ده.

نوموړې د خپل سفر مستندول غواړي. "غواړم دا سفر داسې وښیم چې موندنې او پېښې یې دومره دي لکه د ښځو او سړیو نړۍ".

د انځور حقوق Paco Rocha
Image caption رینال پټېل د مکسیکو شمال کې.

اړونده مطالب