ترکیه: انقرې ته د هالنډ سفیر نه پرېږدو

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ترکیه کې د هالنډ ډیپلوماتیکو ودانیو شاوخوا امنیتي تدابیر ډېر شوي

ترکیې د خپل وزیر د وینا د مخنیوي غچ اخیستو کې انقرې ته د هالنډي ډیپلوماتانو د ورتګ مخه نیولې ده او وايي له امسټرډام سره یې د ټولو مناسباتو او د لوړې کچې خبرو بهیر درولی دی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا وروسته تر هغه ډېره شوه، چې هالنډ روټرډام ته د ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان د حکومت په ملاتړ دوو ناستو ته د دوو ترکي وزیرانو د ورتګ او وینا کولو مخه ونیوه.

د تېرې دوشنبې په ورځ (مارچ ۱۳مه/ کب ۲۳مه) ترکیې وویل، د هالنډ سفیر انقرې ته بېرته نه شي ستنېدلای.

اردوګان د هالنډ دولت د نازیانو پاتې شوني وبلل

اروپايي ټولنه ښايي له ترکيې سره د غړيتوب خبرې وځنډوي

د ترکیې مرستیال لومړي وزیر نعمان کورتولموس نن ددې پرېکړې اعلانولو پرمهال وویل: "موږ دقیقاً کټ مټ هماغه کار کوو چې دوی له موږ سره کړی دی. د انقرې پر هوايي ډګر به د هالنډي چارواکو لېږدوونکې الوتکې ته د کښېناستو اجازه ورنه کړو او د دوی الوتکو ته به د ترکیې له هوايي حریم نه د ګټې اخیستو اجازه هم ورنه کړو".

په ورته وخت کې، د جرمني صدر اعظمې انګیلا میرکل له هالنډه د خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

د اروپا په ځینو لویو ښارونو کې د رجب طیب اردوغان په ملاتړ د ناستو او لاریونونو جوړېدو مخنیوی د انقرې او لوېديځې اروپا د هېوادونو ترمنځ د نوې ترینګلتیا لامل وګرځېد.

په تېرو څو ورځو کې ترکیې د ښاغلي اردوغان په ملاتړ په جرمني، هالنډ، اتریش او سویټزرلنډ کې د غونډو جوړولو پروګرام درلود، چې د ځايي چارواکو د مخالفت له کبله لغوه شوې.

ددغو ناستو د لغوه کېدو په درشل کې، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان جرمني او هالنډ د "نازیانو" پر پلونو پل اېښودونکي وبلل او ویې ویل چې دوی "له اسلامه وېره لري".

جرمني کې د رجب طیب اردوغان پرضد پراخ لاریون

استانبول کې د بي بي سي خبریال مارک لوین وايي، اوس ترکیه او هالنډ د ناټو چوکاټ کې "له بې سابقې ډیپلوماټیک کړکېچ" سره مخامخ دي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د اروپا په ځینو لویو ښارونو کې د رجب طیب اردوغان په ملاتړ د ناستو او لاریونونو جوړېدو مخنیوی د انقرې او لوېديځې اروپا د هېوادونو ترمنځ د نوې ترینګلتیا لامل وګرځېد.

پر همدې مهال، د دوشنبې په ورځ د هالنډ دولت خپلو وګړو ته د یوې خبرپاڼې په اعلانولو سره ترکیې ته د سفر په اړه خبرداری ورکړی دی.

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر ترکیې ته د هالنډیانو د سفر په اړه ویلي، چې ځانونه وساتي.

اړونده مطالب

ورته مطالب