تر ټولو ستر وژونکی چې ښايي ویې نه پېژنئ

د انځور حقوق PATRICK KANE

پاټریک کېن وایی،"اووه ځلي مرګوني حالت ته رسېدلی وم، تر ډېرې مودې نه وه معلومه چې ژوندی به پاتې شم که نه،"

پاټریک کېن، نژدې و د هغې ناروغۍ له امله مړ شي چې په بریتانیا کې هرکال دومره کسان وژني چې د کولمو، تیونواو د پروسټاټ سرطانونو له مجموعي شمېر نه زیات دي.

پاټریک، یوازې نهه میاشتینی وو چې یوه ورځ ناڅاپه ناروغه او بېسېکه شو، "په عمومي توګه یې بدن هېڅ کوم غبرګون نه ښوده".

کورني ډاکټر ویل یوازې د کالپول درملو ته اړتیا لري، د پاټریک مور اندېښمنه وه او هغه یې روغتون ته یووړ. خو په لاره کې یې وضعه لا نوره هم خرابه شوه.

هغه وايي"بېخي یو ناڅاپي شی و... روغتون ته په رسېدو سره زما د بدن یو شمېر غړي له کاره لوېدلي وو،"

پاټریک درې نیمې میاشتې د لندن په سېنټ مېري روغتون کې پاتې شو، له زنګانه ښکته ښویه پښه، کیڼ مړوند او د ښي لاس ګوتې یې له لاسه ورکړې.

اوس پاټریک ۱۹ کلن دی او د بریتانیا د ایډنبرا په پوهنتون کې د بېوشیمي په څانګه کې زده کړه کوي.

دی د سپسیس په ناروغي اخته شوی و.

پاټریک بي بي سي ته وویل "یا به څوک پېژنئ چې د سپسیس ناروغي يې لرلې وي، یا به مو يې هېڅکله نوم نه وي اورېدلی،"

د انځور حقوق PATRICK KANE

سپسیس څه شی دی؟

سپسیس د میکروبي کېدو له امله پیدا کېږي، خو اصلي ستونزه زموږ د بدن په دفاعي سیستم کې وي چې فعالیت یې له حده زیاتېږي.

د بدن له میکروبي کېدو څخه پېلیږي چې کېدای شي له هرځایه پیداشي- ان یو ککړشوی ټپ یا د حشراتو چیچل یې سبب کېدای شي.

په عادي حالت کې، زموږ د بدن دفاعي سیستم په کار پېل کوي او په بدن کې د میکروبونو د خپرېدو مخه نیسي.

خو که میکربونه وکولای شي په چټکتیا سره په بدن کې خواره شي، نو د بدن دفاعي سیستم د هغې سره د مقابلې لپاره یو پراخ دفاعي غبرګون پيلوي.

دا کېدای شي یوه ستونزه شي ځکه چې دا دفاعي غبرګون کولای شي پر بدن له مصیبته ډکې اغېزې ولري، د سپټیک شاک سبب شي، د بدن ځینې غړي له کاره ولوېږي او ان د مړینې سبب شي.

په بریتانیا کې هرکال ۴۴،۰۰۰ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه کېږي.

نښې نښانې یې څه دي؟

بریتانیا کې د سپسیس ناروغۍ ټولنې دا شپږ نښې په ګوته کړې دي چې باید ترې خبر وو:

  • د خبرو په وخت کې د ژبې لکنت یا نښتل
  • ډېره زیاته لړزه یا د عضلاتو درد
  • په یوه ورځ کې د میتیازو نه کول
  • شدیده نفس تنګي
  • "احساس کوم چې ښايي مړشم"
  • پر پوستکي د خالونو پيدا کېدل یا بې رنګه کېدل

په وړو ماشومانوکې ځینې نښې نښانې:

  • بدن یې خالداره، آبي رنګه یا کمرنګه ښکاري
  • ډېر بېحاله وي یا په سختۍ راويښېږي
  • بدن یې په غېرعادي توګه سوړ وي
  • ډېر ژر ژر سا باسي
  • پر بدن باندې یې یوډول بخار وي چې که کېکاږل شي نه بېرنګه کېږي
  • تشنج یا د مېرګي په څېر د بدن شدید حرکتونه

پاټریک وايي "کومه جادويي نښه يې نشته" خو خلک باید له ځانه وپوښتي چې "کیدای شي دا سپسیس وي؟"

آیا د سپسیس په اړه کوم ګامونه اخيستل کېږي؟

د بریتانیا روغتیا وزارت په دې اړه له پخوا ډېرګامونه پورته کوي، خو بیا هم کافي نه دي.

د ۲۰۱۵ کال يو راپور وايي له لسو نه څلور هغه ناروغان چې د روغتونونو بېړنیو څانګو ته ورځي په کافي اندازه ژر تر درملنې لاندې نه نیول کېږي او په نژدې یو پر درېیمه حالاتو کې هغوې ته د انټي بیوټیک درملو په ورکولو کې ځنډ کېږي.

د روغتیا او پالنې د لوړتیا ملي انسټیټوټ- چې د ښه کار په اړه ډاکټرانو ته مشورې ورکوي- نوي مقررات رامنځته کوي.

د دې سازمان د اجرايي مشر مرستیال، پروفیسر ګیلیان لینګ، وايي "د وروستیو پېښو له څېړنو څخه پوهېږو چې په بېلابېلو حالاتو کې د خلکو د ناروغۍ د نښو نښانو په ارزولو کې یوشان دقت نه کېږي.

"د ګړندۍ درملنې لپاره نور ګامونه هم پورته کېدای شي."

دا سازمان وايي ناروغان باید په چټکتیا سره وارزول شي او هغه کسان چې ژوند ګواښوونکی سپسیس لري باید د یوه ساعت په ترڅ کې تر درملنې لاندې ونیول شي.

پخوانیو لارښودونو کې راغلي چې ډاکټران او د روغتیا پالنې نور کارکونکي باید په هماغسې بېړۍ سره د سپسیس ناروغانو درملنه وکړي لکه چې د زړه د حملې د ناروغانو چې کوي.

د بریتانیا د روغتیا وزیر، جیریمي هنټ، وايي د عامه پوهاوي د کچې لوړولو لپاره "شدیدې هڅې" روانې دي.

اړونده مطالب