اردوګان، هالنډ د بوسنیايي مسلمانانو په 'ډله ییزه' وژنه کې په مرسته تورن کړی

اردوګان د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي اردګان پر هالنډ دولت سختې نیوکې کړې

ترک ولسمشر رجب طیب اردوګان پر هالنډ تور پورې کړی، چې دغه هېواد ۱۹۹۵ کال کې د یوسنیا سریبرینیکا کې د مسلمانو نارینه وو ډله ییزه وژنه کې مرسته کړې.

دې سره د دواړو هېوادونو تر منځ د ترخو جملو ادلون، بدلون نور ناوړه حالت غوره کړی.

د ملګرو ملتونو هالنډي سوله ساتی ځواک نه وو توانېدلی هغه مهال وژل شوي نارینه د بوسنیا له سربیايي ځواکونو وژغوري.

اردوګان د هالنډ دولت د نازیانو پاتې شوني وبلل

ترکیې له هالنډه د غچ اخیستو ګواښ کړی

ښاغلي اردوګان ویلي، د هغې پېښې مخنیوي کې پاتې راتلل، چې تر اوسه هالنډ کې یو سرخوږی دی، وښووله، چې هالنډ 'مورال بایللی دی '

بل لور ته د هالنډ لومړي وزیر دغه څرګندونې له 'شرمه ډک تحریف ' بللی دی. له بي بي سي سره خبرو کې مارک روټ ویلي:

''ښاغلی اردګان ګړۍ په ګړۍ هیجاني کېږي او زه غواړم نوموړی... ارام شي '

ترک چارواکي د هالنډ هغې پرېکړې له کبله ناخوښ دي، چې هالنډ کې یې د دغه هېواد دوو وزیرانو ته اجازه ور نه کړه، چې هلته د مېشتو ترکانو یوې غونډې ته په خپل هېواد کې له ټولپوښتنې مخکې وینا وکړي.

په پام کې وه د ولسمشر اردوګان د واک زیاتولو لپاره د یوې ټولپوښتنې ملاتړ تر لاسه کولو لړ کې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر د هالنډ پلازمېنه روتردام کې یوې غونډې ته وینا وکړي، خو ځايي چارواکو د امنیتي اندېښنو له کبله پر دغه غونډه بندیز ولګاوه.

د انځور حقوق AP
Image caption لومړي وزیر مارک روټ( ښي لاس ته) د اردوګان څرګندونې 'له شرمه ډک تحریف'بللی

له هغه وروسته ولسمشر اردګان هالنډ دولت د نازیانو پاتې شوني او متعصب وباله، سفیر ته یې انقرې ته د ستنېدو اجازه ور نه کړه او د ترکیې بهرینو چارو مرستیال وزیر نعمان کورتولموس وویل، چې ښايي حکومت یې د هالنډ خلاف اقتصادي بندیزونه ولګوي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې فیدریکا مغیریني له ترکیې غوښتي وو، چې د حالت له نورې ترینګلتیا د مخنیوي لپاره له حده تېرو څرګندونو ډډه وکړي، خو داسې ښکاري، چې د نوموړې څرګندونو ډېر اغېز نه درلود.

ترکیې د نوموړې دغه غوښتنه ' بې ارزښته بللې '

اړونده مطالب

ورته مطالب