د امریکا یوه فدرال قاضي د ټرمپ د کډوالۍ تازه امر ځنډولی

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټرمپ مخکېنی امر هوايي ډګرونو کې د مسافرو د سرګردانۍ او پراخو لاریونونو لامل شو

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هاوايي ایالت د هغه قاضي د پرېکړې په اړه توند غبرګون ښودلی، چې امريکا ته د شپږو عمدتاً مسلمانو هېوادونو په ورتګ د بندیز نوی امر يې ځنډولی. دغه قاضي د هغو څارنوالانو په پلوی امر کړی چې استدالال يې کاوه، دغه بندیز د امریکا له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

ښاغلي ټرمپ ژمنه کړې چې دا قضیه به د امریکا سترې محکمې ته وړاندې کوي او ویلي يې دي دی پښېمانه دی چې د ده لومړنی امر ولې جدي ونه نیول شو.

دا دویم ځل دی چې د مسلمانو هېوادونو د وګړو پروړاندې د ټرمپ د کډوالۍ امر د محکمې له خوا ځنډول کېږي.

ددغه امر پروړاندې د چارشنبې په ورځ هايي محکمې ته دغه تازه وړاندې شوی شکایت په درو ایالتونو (میریلنډ، هاوايي او واشنګټن) کې وارزول شو. تر اوسه دوو محکمو خپل حکم تر اوسه نه دی اعلان کړی.

د امریکا کورني امنیت وزارت د ټرمپ کډوالۍ فرمان 'رد کړ'

ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ ضد نوی فرمان صادرول غواړي

په پام کې وه چې د امریکا د دولت د کډوالۍ تازه امر د پنجشنبې ورځې په راتلو سره عملي بڼه غوره کړي، خو د قاضي امر یې ښايي د پلي کېدو د مخنیوي لامل شي.

د کډوالۍ د تازه فرمان پربنسټ، په پام کې وه چې د اوو هېوادونو (ایران، لیبیا، سودان، سومالیا، سوریې او یمن) د وګړو لپاره د وېزې صادرېدل د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شي.

په مخکیني امر کې عراق ددغو هېوادونو له نوملره ایستل شوی و.

ددغه فرمان له مخې امریکا ته د کډوالو د ورتګ هم د ۱۲۰ ورځو لپاره ځنډول شوی و.

قاضي ډریک واټسن په هوايي محکمه کې په خپل استدلال کې د امریکا دولت ته په اشارې سره ''پوښتنې راپورته کوونکو شواهدو ته'' په کتو وویل، دغه بندیز د ملي امنیت لپاره ضروري دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption ښاغلي ټرمپ د چارشنبې په مازدیګر د ټنیسي ایالت نشویل ښار یوې غونډې ته وویل، دغه حکومت ددې لامل ګرځي چې امریکا ''کمزورې وښيي''.

ښاغلي ټرمپ د چارشنبې په مازدیګر د ټنیسي ایالت نشویل ښار یوې غونډې ته وویل، دغه حکومت ددې لامل ګرځي چې امریکا ''کمزورې وښيي''.

ده وویل، دغه اسناد چې تر عالي محکمې پورې ''باید'' رسېدلي وای، ''موږ به بریالي کېږو''.

هاوايي د مارچ پر ۹مه، هغه لومړنی ایالت و، چې نوی امر یې وننګاوه. د هاوايي قاضي ډاګ چېن ویلي وو، د ټرمپ د امر نوې بڼه په اصل کې هماغه فرمان دی چې اول ځل یې صادر کړی و.

د ټرمپ مخکېنی امر هوايي ډګرونو کې د مسافرو د سرګردانۍ او پراخو لاریونونو لامل شو، خو واشنګټن کې فدرال قاضي ددغه امر عملي کول درولي وو.

بیا وروسته محکمې هم لومړی حکم تایید کړ.

امریکا ته د اوو هېوادونو پر وګړو د تګ بندیز "لیرې شو"

ورته مطالب