د سعودي ارامکو مصر ته بیا تېل ورکول ''پیلوي''

د انځور حقوق AFP
Image caption دواړو هېوادونو په راتلونکو پنځو کلونو کې مصر ته د سعودي ارامکو شرکت د وارداتو د تمویل پر ډېرېدا هوکړه وکړه.

د مصر د تېلو وزارت ویلي دي، د سعودي عربستان ارامکو شرکت مصر ته د تېل تورید بیا پیلولو هوډ کړی دی.

د تېلو او معدني شتمنۍ وزیر طارق الملا ویلي، دا چاره به د پټرولو اړوند یوه پلاوي او سعودي ترمنځ د لاسلیک شوي سوداګریز تړون پربنسټ ترسره کېږي.

مصر په تېره نومبر میاشت کې وویل، له نړیوالو بازارونو به د خپلې اړتیا وړ تېل ترلاسه کړي.

مصر دا اعلان د ارامکو شرکت له خوا پر مصر د تېلو له درولو دوې میاشتې وروسته وکړ.

امریکا سعودي ته د ۱٫۲۹ میلیارد ډالرو وسلې ورکوي

سعودي کې د دولتي ملکيت پلور

سعودي مصر ته خبرداری ورکړ و، چې د سعودي تېلو ورکول به د ۲۳ میلیارد ډالرو د هوکړې له مخې تر نامعلوم وخت پورې ودرول شي.

دا مهال د تېلو د بیا ورکړې لپاره مهال وېش جوړېږي.

ځینې رپوټونه وو، چې سعودي له مصر سره د سوریې د شخړې په تړا او د بشار الاسد له اصلي ملاتړې روسیې سره د مصر د ډېر نژدې کېدو له کبله یې د تېلو ورکولو هوکړه ځنډولې، ځکه چې روسیه له سعودي سره د سوریې په تړاو ټینګ مخالفت لري.

خو ارامکو شرکت ویلي، اصلي خبره په نړیوالو بازارونو کې د تېلو د بیې لوړېدا له کبله دا پرېکړه شوې وه او سعودي د تېلو خپل تولیدات راټیټ کړل.

په ۲۰۱۳ کال د پوځ له خوا د مصر د منتخب ولسمشر محمد مرسي له لیرې کېدا وروسته سعودي مصر ته میلیاردونه ډالر مرسته او پور ورکړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption دا مهال د تېلو د بیا ورکړې لپاره مهال وېش جوړېږي.

مصر ته په تېره اپریل کې د سعودي پاچا سلمان سفر وکړ.

دواړو هېوادونو په راتلونکو پنځو کلونو کې مصر ته د سعودي ارامکو شرکت د وارداتو د تمویل پر ډېرېدا هوکړه وکړه.

دواړه هېوادونه د سوریې په تړاو اختلاف لري او یمن کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف چوکاټ کې قاهرې د خپلو ځواکونو له استولو ډډه وکړه.

اړونده مطالب