سیرالیون: مذهبي مشر ستر ناتوږل شوی الماس موندلی

د انځور حقوق OLIVIA ACLAND
Image caption د سیرالیون په هغه سیمه کې، چې پریمانه الماس په کې موندل کېږي ډېر کسان په خپل سر د الماسو لټون کوي.

یوه عیسوي پادري د سیرالیون کونو سیمه کې د نړۍ تر ټولو ستر الماس موندلی، چې توږل شوی نه دی. دغه الماس اوس کېپ ټاون کې د سیرالیون مرکزي بانک کې ساتل کېږي او وزن یې ۷۰۹ کېراته ښوول شوی دی.

دا تر اوسه موندل شویو شلو ډېرو سترو الماسو نه یو دی. د بي بي سي اومارو فوتانا وايي، سیرالیون په هغه سیمه کې، چې پریمانه الماس په کې موندل کېږي ډېر کسان په خپل سر د الماسو لټون کوي.

د کوه نور الماس شپږ افسانې

له مشهورو شخصیتونو غلا شوي الماس څنګه پلورل کېږي؟

خو د نوموړي په وینا دا معلومه نه ده، چې دغه کسان له الماسو څومره ګټه اخلي. دغه الماس چې پادري ایمانویل موموح موندلی، تر اوسه یې بیه نه ده ټاکل شوې او له ۱۹۷۲ راهیسې سیرالیون کې موندل شویو الماسو کې تر ټولو ستر بلل کېږي.

دغه هېواد کې ۱۹۷۲ کال کې د سیرالیون ستوری نومي الماس موندل شوی و، چې وزن یې ۹۶۹ کېراته وو.

د الماسو یو ماهر ماتیو نیاونګوا په وینا دا په نړۍ کې تر اوسه موندل شویو الماسو کې د غټوالي له پلوه ۱۳ ځای لري.

نوموړی وايي دا ګرانه ده، چې دغه الماس ته بیه وټاکل شي، ځکه په خبره یې د حجم پر ځای معیار د الماسو بیې ټاکلو لپاره په پام کې نیول کېږي.

د انځور حقوق UMARU FOFANA
Image caption دا تر اوسه موندل شویو شلو ډېرو سترو الماسو نه یو دی

تېره مې میاشت کې د لندن الماسو شرکت لوکارا یو ۸۱۳ کېراته الماس د ۶۳ میلیونو ډالرو بدل کې وپلوره. اوسنی موندل شوی الماس لومړی ولسمشر ارنیسټ بای کوروما ته وروړل شوی و.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر له دې کبله له ' ځايي ' مشره مننه وکړه، چې الماس یې له قاچاق کېدو ژغورلی.

سیرالیون د الماسو پام وړ زېرمې لري، خو تاریخ یې له لوړو، ژورو ډک دی. له دغو الماسو یو مهال د جګړې لپاره ګټه اخیستل کېده او وسله والو ډلو به د وسلو بدل کې الماس ورکول.

اړونده مطالب

ورته مطالب