برتانیا د ډونلډ ټرمپ د خبرو اورېدلو ادعا رد کړه

د انځور حقوق PA
Image caption د برتانیا د دولتي اړیکو مرکز د سپینې ماڼۍ د ویاند خبرې یو مخ درواغ بولي.

د برتانیا د دولتي اړیکو امنیتي ادارې د یوې بیانیې په خپرولو سره د امریکا په ولسمشرۍ ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ د خبرو اورېدلو ادعا رد کړه.

دا بیانیه په داسې مهال ده چې د روانې اونۍ په لومړیو کې د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر له فاکس نیوز تلوېزون سره په خبرو کې دا ادعا کړې وه.

خو دې ادارې د ښاغلي سپایسر خبرې یو مخ خندوونکې بللې او ویلي یې دي چې باید له پامه وغورځول شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم ادعا کړې، چې په ولسمشرۍ ټاکنو کې په نیویارک ښار کې ټرمپ برج څارل کېده.

* امریکا روسي څارګر د یاهو وېبپاڼې په ماتولو تورن کړل

* د امریکا یوه فدرال قاضي د ټرمپ د کډوالۍ تازه امر ځنډولی

له دې مخکې دا ادعا یوه پخواني قاضي انډرو ناپولیټانو کړې وه.

شان سپایسر د ښاغلي ناپولیټانو له خولې ویلي، "استخباراتي سرچینو فاکس نیوز ته دا خبره کړې چې ښاغلي اوباما د مراتبو سلسله ماته کړې ده".

د ښاغلي سپایسر په خبره، هغه (اوباما) د امریکا له ملي امنیت ادارې کار نه دی اخیستی، "د امریکا مرکزي استخباراتي اداره یا سي ای اې یا اېف بي ای یې کار نه دی اخیستی، بلکې د برتانیا اړیکتیايي امنیتي اداره یې کارولې ده".

د برتانیا د حکومتي اړیکو مرکز ویاند ویلي: "د ټاکلي ولسمشر د خبرو اورېدلو په هکله د قاضي انډرو ناپولیټانو دا ادعاوې یو مخ ناسمې دي".

د امنیتي چارو خبریال ګورډون کوریرا شننه

د انځور حقوق .
Image caption د سپینې مانۍ ویاند وايي، ټرمپ به له خپلو ادعاوو تېر نه شي.

د خپلو استخباراتي چارو د رپوټ په هکله د برتانیا د امنیتي اړیکو ادارې نظر څرګندېدل عادي خبره نه ده. دا اداره تر ډېره د "نه منلو او نه ردولو" سیاست له مخې عمل کوي.

خو دا ادعاوې دومره حساسیت پاروونکې وې چې دا مرکز یې خپل نظر څرګندولو ته اړ کړ.

د ډونلډ ټرمپ دې ادعاوو چې بارک اوباما یې د خبرو اورېدلو امر کړی وو، د ډېرو خلکو پام ځان ته اړولی دی، خو تراوسه یې د زبادېدلو لپاره شواهد نه دي وړاندې شوي.

د برتانیا استخباراتي اداره په هغه جنجال کې ښکېلېدل هم نه غواړي چې ورځ تر بلې په واشنګټن کې نور هم زیاتېږي.

* د امریکا کورني امنیت وزارت د ټرمپ کډوالۍ فرمان 'رد کړ'

* د امریکا د استخباراتو پخوانی مشر: د ټرمپ خبرې اورېدل شوې نه دي

د امریکا د مشرانو جرګې استخباراتي جرګه ګۍ د پنجشنبې په ورځ وویل، داسې هیڅ سند نشته چې د بارک اوباما له خوا د ښاغلي ټرمپ د خبرو اورېدل تایید کړي.

خو د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر وایي، ولسمشر ټرمپ پر دعو ادعاوو ولاړ دی.

ډونلډ ټرمپ نږدې دوه اونۍ وړاندې بارک اوباما تورن کړ چې په نیویارک کې یې د ټرمپ برج خبرې اورېدلې.

نوموړي پخوانی ولسمشر باراک اوباما "بد یا ناروغ "انسان وباله.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ د امریکا پخوانی ولسمشر ناروغ یا بد انسان بللی دی.

ورته مطالب