امریکا: افغانستان کې د دوو امریکایانو وژنې په تور د القاعده یوه غړي محاکمه

د انځور حقوق .

امریکا کې یوې محکمې د القاعده یو غړی افغانستان کې په هغې جګړې کې د ګډون له کبله محاکمه کړی، چې پایله کې یې د امریکا دوه سرتېري وژل شوي وو.

بروکلین کې د امریکا فدرالي محکمې منصفه پلاوي تېره ورځ ' پنجشنبه ' له دوه ساعته ارزونې وروسته ابراهیم سلیمان چې پر خپل جرم یې اعتراف کړی، محکوم کړ.

د امریکا محکمې په اعلامیه کې ویل شوي امریکا هغو کسانو ته سزا ورکوي، چې له هېواده بهر پر امریکایانو بریدونه وکړي.

ملي امنیت اداره وايي پکتیکا کې د القاعده شبکې غړی وژل شوی

له القاعدې څخه راغلی ''جاسوس''

د محکمې په وینا دغه سړي منلي، چې ۲۰۰۳ کال کې یې امریکا کې د امریکايي ځواکونو یوې ډلګۍ لور ته لاسي بم ورغورځولی و.

دغه کس په نایجریا کې د امریکا پر سفارت د هغه برید پلان کې هم شریک و، چې ناکام شو. نوموړی کس محکمه کې نه و، خو له زندانه یې د محاکمې بهیر لیدلی.

تورن کس څوک دی؟

۴۶ کلن ابراهیم سلیمان عدنان هارون په سعودي عربستان کې زېږېدلی دی او ۲۰۱۲ کال کې د ایټالیا له لوري امریکا ته سپارل شوی و.

نوموړی امریکا کې د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له پېښې څو اوونۍ مخکې د ' ترهګریزو ' فعالیتونو لپاره افغانستان ته تللی و.

د امریکا څارنوالۍ مرستیال په وینا ترهګریز فعالیتونه د نوموړي کس د ژوند هدف و. د نوموړي په وینا دغه کس وسله وال جهاد خپل مسلک باله.

ښاغلي هارون ټینګار کاوه، چې د یوه جنګیالي په توګه باید په پوځي محکمه کې محاکمه شي.

ویل کېږي، چې د روان کال د جون په ۲۲ به نوموړي ته د محکمې له پرېکړې سره سم د عمري زندان سزا ورکړل شي.

ورته مطالب