ټرمپ: د اوباما ادارې زما او میرکل ټیلیفوني خبرې ثبت کړې

د انځور حقوق Reuters
Image caption ټاکل شوې وه، مېرمن میرکل د سې شنبې پر ورځ امریکا ته سفر وکړي، چې د واږرین توبان له کبله دغه سفر وځنډېد

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ لا هم د خپلو ټیلیفوني مکالمو ثبت کېدو پر ادعا ټینګ ولاړ دی او د جرمنۍ لومړۍ وزېرې اېنګلا مېرکل سره لیدنه کې یې هغې ته ویلي، ' لږ تر لږه موږ دواړو په دې موضوع کې ورته والی لرو. '

رپوټونو کې ویل شوي وو، چې د پخواني ولسمشر باراک اوباما د واکمنۍ پر مهال د امریکا استخباراتي ادارو د اېنګلا میرکل ټیلیفوني خبرې څارلې وې، چې له کبله یې کلک غبرګونونه پارېدلي وو.

خو د کانګریس دیموکراتان او جمهوریتپال غړي وايي، دوی داسې باور نه کوي، چې ګواکې د ټرمپ ټیلیفوني خبرې دې ثبت شوې وي. دې لړ کې له ولسمشر ټرمپ نه وپوښتل شول، چې ایا کله پر خپلو ټویټر پیغامونو پشېمانه شوی، د نوموړي ځواب دا و، چې ' کله نا کله. '

د انځور حقوق AFP
Image caption دواړه مشران به د دفاع، سوداګرۍ او ناټو اړوند مسایلو په اړه وغږیږي

خو ټرمپ وايي، کله چې رسنۍ رښتیا نه وايي، بیا همدغه لاره پاتې کېږي.

له اېنګلا میرکل سره د امریکا سفر کې د سیمینز، شیفر او بي ایم ډبلیو په څېر د مشهورو کمپنیو استازي هم ملګري دي. په پام کې وه، چې مېرمن میرکل د سې شنبې له ورځې د امریکا سفر پیل کړي، خو د واورین توپان له کبله د نوموړې دغه سفر ځنډېدلی و.

د جمعې له ورځې مخکې د جرمن ورځپاڼو له مدیرانو سره خبرو کې مېرمن میرکل د امریکا سفر په تړاو هیله مندي څرګنده کړې. نوموړې ویلي:

'' تل د یوه بل د خبرو پر ځای له یوه بل سره خبرې کول ګټوره چاره ده. ''

"اوباما هېڅکله د ټرمپ ټیلیفون ثبتولو امر نه دی کړی"

د امریکا د استخباراتو پخوانی مشر وايي د ټرمپ ټيلېفوني خبرې اورېدل شوې نه دي

د امریکا ولسمشر د ټاکنیز کمپاین پر مهال پر هغو جرمن کمپنیو د اضافي مالیو لګولو خبره کړې وه، چې امریکا کې ګاډي جوړوي او له جرمني نه یې د دفاعي بودیجې ډېرولو غوښتنه کړې وه.

په دې تړاو د خبرو پر مهال مېرمن میرکل ویلي، جرمني په امریکا کې خورا ډېره پانګونه کړې. هغه وايي:

''امریکا کې د بي ایم ډبلیو کارخانه په یوازې سر له جنرل موټرز او فورډ دواړو ډېر ګاډي له امریکا بهر صادارت کوي او زه به دا ټول مسایل ښه څرګند کړم. ''

د انځور حقوق EPA
Image caption مېرمن مېرکل وايي جرمني په امریکا کې خورا ډېره پانګونه کړې او وايي په دې اړه به له ښاغلي ټرمپ سره خبرې وکړي

د دواړو مشرانو تر منځ د ځینو مهمو مسایلو پر سر اختلاف هم شته او دواړو په دې اړه خبرې هم کړې، چې له دې کبله دغه لیدنه خورا مهمه بلل کېږي.

ټرمپ جنورۍ کې ویلي و، چې د جرمنۍ لومړۍ وزیرې سلګونه زره کډوالو ته اجازه ورکړه، چې جرمني ته ورشي او د نوموړي په وینا دا د مېرمن میرکل سخته تېروتنه وه.

په دې تړاو مېرمن میرکل ویلي و، اروپا له ټرمپ نه د زده کړې کولو اړتیا نه لري، هغه خپل مسوولیتونه پېژني او زموږ اروپایانو برخلیک زموږ خپل لاس کې دی.

ورته مطالب