له ۴۷ پوړه لوېدلی سړی ژوندی پاتې شوی

د انځور حقوق .
Image caption السیدس مورنو نژدې درې اونۍ - یعنې د ۲۰۰۷ کال د کریسمس پر ورځ، له مصنوعي بېهوښۍ راووت.

له درې پوړیزو ودانیو له درو لوېدلو کسانو یوازې یو ژوندی پاتې کېږي، خو که له ۱۰ پوړه ولوېږي، نو ژوندی نه پاتې کېږي.

دا کیسه د یوه ښیښه پاکوونکي سړي ده، چې د نیویارک ښار له یوه اسمانڅې او ۴۷ پوړیزه ودانۍ رالوېدلی، خو ژوندی پاتې شوی.

السیدس مورنو وايي: "ما ته به د کړکیو د پاکو ښیښو لیدلو ډېر خوند راکاوه. زما له اوبو صابون او د ښیښو له وچولو سره مینه وه. له پاسه به مې پیلولې او تر پایه به مې د کړکیو ښیښې مینځلې. د خپل کار عاشق وم".

د ۲۰۰۷ کال د ډسمبر پر ۷مه، السیدس او د هغه ورور ادګار د منهاټن ختیځ کې د "سولو" څلي په نامه د ۴۷ پوړیزې ودانۍ د ښیښو پر پاکولو بوخت وو.

دوی د ودانۍ ۴۷ پوړ ته وختل او په ډېره سړه هوا کې یې د بام پرسر ګرځېدل.

خو څو دقیقې لا تېرې نه وې چې خطرناکه پېښه وشوه. د امریکا د کار وزارت د راپور پربنسټو ددې پېښې په اړه کله چې السیدس او د هغه ورور د ښیښې مینځلو لپاره پر جوړه شوې کراچۍ کې سپاره وو، هغه کیبل غوڅ شو، چې دغه کراچۍ یې ټینګه ساتلې وه.

السیدس مورنو وايي: "لومړی کیڼ کیبل غوڅ شو، هماغه ځای کې مې ورور ناست و، ورور مې ښکته ولوېد".

د انځور حقوق Google

ادګار له ۱۴۴ متره لوړ ځایه ښکته ولوېد او په یوه نرۍ کوڅه کې راپرېوت. د اټکل له مخې د هغه د لوېدو سرعت په یوه ساعت کې نژدې ۱۹۰ کیلومتره و.

یوه دقیقه لا تېره نه وه چې له بلې د خوا السیدس کیبل هم غوڅ شو او هغه په ډېر سرعت ښکته راولوېد.

په سړک د اوروژنې مامورینو او نرسانو د دې خطرناکې پېښې ننداره کوله. ادګار مورنو پر یوې نرۍ لرګینې کټارې راولوېد.

بدن یې سخت ګوزار ولید چې مرسته ورسره کول بې ګټې وو.

د اوروژنې مامورینو ویل، السیدس د یوې "ماتې شوې هګۍ" په څېر ښکارې ده، چې د خوځولو پرمهال یوې ډېرې کوچنۍ تېروتنې هغه د مرګ تر پولې رسولای شوی.

نوموړی ژر نژدې روغتون ته یووړل شو خو هلته بېهوښه و.

ان ماغزو، د ملا تیر، سینې، خېټې او لاسونو یې سخت ټپونه لیدلي وو، دواړې پښې یې ماتې شوې وې.

د هغه پر بدن بېلابېل جراحي عملیات پیل شول. هغه ته نژدې ۱۲ لیټره وینه ورکړل شوه.

د انځور حقوق .
Image caption السیدس مورنو له خپلې مېرمنې او زوی سره

د نیویارک "پرسبایټرین" روغتون د هغه وخت اجراییوي مشر ډاکټر هربرټ پاردس یوې خبري غونډې ته ویلي وو: "که تاسو د یوې معجزې په لټه کې یاست، رښتیا هم دا یوه معجزه ده".

د نیویارک ښار د اوروژنې د برخې یوه ډاکټر ګلن اسیډا هم وویل: "ان له یوې څلورپوړیزې ودانۍ د لوېدلو کسانو د ژوندي پاتې کېدو فرصت ډېر کم دی. د خدای کارونه دي نو".

السیدس مورنو نژدې درې اونۍ - یعنې د ۲۰۰۷ کال د کریسمس پر ورځ، له مصنوعي بېهوښۍ راووت.

نوموړي په داسې حالت کې چې مېرمن یې (رزاریو) ترڅنګ ناسته وه، وویل له هوښېدا وروسته یې ټولو حواسو سم کار نه کاوه او د پېښې په اړه یې هېڅ شی په یاد نه دي.

السیدس او د هغه ورور په اصل کې د ایکوادور دي، چې په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې امریکا ته د کار لپاره تللي وو.

السیدس اوس ۴۶ کلن دی چې وايي، که امکان ولري بیا د ښیښې پاکولو کار پیل کړي. هغه له لوړ ځای سره ستونزه نه لري، خو د خپلې سلامتیا لپاره ډېر پام نه کوي:

د انځور حقوق .
Image caption ادګار (کیڼ) او السیدس مورنو

"کله چې یوڅه پوښتم، خبره مې نه بشپړوم. داسې کارونه شته چې په ښه توګه یې نه ترسره کوم. دا کار مې باید د هغې پېښې پایله شوې وي".

اړونده مطالب