د اسرائیلو غندلو د رپوټ په اړه د م. م یوې چارواکې استعفا وکړه

د انځور حقوق Reuters
Image caption دا د ملګرو ملتونو لومړنی رپوټ دی چې اسرائیل په ښکاره په توکمپالنې تورنوي

د ملګرو ملتونو یوه چارواکې ریما خلف وايي، وروسته تر هغه استعفا ته اړایستل شوه، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي د اسرائیلو په اړه د "توکمپال دولت" رپوټ بېرته اخیستو غوښتنه ترې وکړه.

ریما خلف د لوېدیځې اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د ټولنیز او اقتصادي کمیسیون مشره وه.

اغلې خلف ویلي، دا لومړی ځل دی چې دغه کمیسیون نتیجه ګیري کوي او اسرائیلي دولت یې "توکمپال" بللی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ددغه راپور په اړه ویلي وو، چې یوازې د راپور لیکونکي نظر څرګندوي.

فلسطین کې د جنګي جرمونو له څېړلو سره د امریکا مخالفت

غزه: پر روغتون د اسرائيل بمباري ۵ فلسطینیان ووژل

دا راپور له جمعې ورځې وروسته د ملګرو ملتونو د "لوېدیځې اسیا لپاره د ټولنیز او اقتصادي کمیسیون" پر وېبپاڼې نور ونه لیدل شو.

اغلې خلف چې په اصل کې د اردن ده او د لبنان بیروت کې یې خبرې کولې، وویل وروسته یې ښاغي ګوتیریش ته استعفا وړاندې کړه.

د فرانسې خبري اژانس د هغې له خولې ویلي: "البته موږ تمه لرله چې اسرائیل او ملګري به یې د ملګرو ملتونو پر سرمنشي ډېر زیات فشار راوړي چې دغه راپور رد کړي او له هغه وغواړي چې دا راپور بېرته واخلي".

اسرائیلو دغه راپور غندلی دی.

د راپور پایله کې راغلي وو چې: "اسرائیلو د بااوري څېړنو او ښکاره شواهدو پربنسټ، د توکمپالنې جرمونه کړي دي".

په راپور کې راغلي وو: "اسرائیلو له توکمیز سیستم نه په ګټې اخیستو پر فلسطینیانو د واک چلول پیل کړي".

ریما خلف وايي، د "لوېدیځې اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د ټولنیز او اقتصادي کمیسیون" غړو هېوادونو یا (اسکوا) په غوښتنې جوړ شوی دی.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د اسرائیلو د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې تزیپي هوتوولي ویلي: "اسرائیل له اپارټایز سره هېڅ تړاو نه لري."

دا راپور تېره چارشنبې خپور شوی و.

د "لوېدیځې اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د ټولنیز او اقتصادي کمیسیون" ۱۸ عرب هېوادونه اقتصادي او ټولنیزې ودې او پراختیا ته هڅوي چې مرکز یې په بیروت کې دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په ۲۰۱۴ کال خبرداری ورکړی و، که اسرائیل د فلسطیني هېواد د جوړېدو لپاره له فلسطینیانو سره سولې ته ونه رسېږي، نو پر یوه "اپارټایډ" نظام اوښتلو" له خطر سره مخامخېدونکی دی.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې تزیپي هوتوولي ویلي: "اسرائیل له اپارټایز سره هېڅ تړاو نه لري."

اړونده مطالب