پښتونخوا کې د ښوونځیو بې زده کړې افغان زده کوونکي

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption ورځپاڼه وايي له څلورو لسيزو راهيسې افغان ماشومان پاکستان کې زده کړې کوي، خو وايي د کابل او اسلام آباد ترمنځ وروستيو ترينگلتياو دغه ماشومان هم له ناڅرگند برخليک سره مخامخ کړي دي.

ايکسپريس تربيون

ورځپاڼې د هغو ٤٠٠ افغان زده کوونکو د برخليک په اړه ليکلي دي، چې خيبر پښتونخوا په ښوونځيو کې يې زده کړې کولې.

ورځپاڼه وايي دغه زده کوونکي د ننگرهار ولايت د بېلابېلو سيمو اوسيدونکي دي، چې د ښوونځيو د کمښت له کبله د خيبر پښتونخوا په بيلابيلو سيمو کې په زده کړو بوخت و .

د باچاخان د لارې "عدم تشدد" ښوونځي

د ورځپاڼې په وينا دغه زده کوونکي وروستيو کې افغانستان ته اوښتي دي او د تورخم د پولې له تړل کيدو وروسته اوس نه شي کولى، چې بيرته خيبرپښتونخواته لاړ شي او خپلو زده کړو ته دوام ورکړي .

ورځپاڼه وايي له څلورو لسيزو راهيسې افغان ماشومان پاکستان کې زده کړې کوي، خو وايي د کابل او اسلام آباد ترمنځ وروستيو ترينگلتياو دغه ماشومان هم له ناڅرگند برخليک سره مخامخ کړي دي.

د پاکستان ډ ان ورځپاڼه :

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دغې ورځپاڼې پاکستان په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن په وژنه کې واشنگټن کې د پاکستان د هغه مهال د سفير حسين حقاني په رول باندې ليکلي دي.

دغې ورځپاڼې پاکستان په ايبټ اباد کې د اسامه بن لادن په وژنه کې واشنگټن کې د پاکستان د هغه مهال د سفير حسين حقاني په رول باندې ليکلي دي.

ليکوال اشرف جهانگير قاضي وايي د ښاغلي حسين له څرگندونو تراوسه پورې داسې انگيرل شوې، چې هغه د ٢٠١١ کال د مې په لومړۍ شپه پر ايبټ اباد د امريکايانو په بريد کې کوم مسووليت نه درلود.

خو د ليکوال په وينا په واشنگټن پوست ورځپاڼې کې د هغه خپرې شوې ليکنې او وروستيو څرگندونو يو لړ پوښتنې راپورته کړي دي .

ایبټ اباد کې د اسامه بن لادن نړول شوی کور

ښاغلى حقاني په خپلې ليکنې وايي د اوباما د کمپاين له غړو سره يې اړيکې په پاى کې امريکا ته دا شونې کړه، چې د پاکستان پر پوځ او استحباراتو له ډډې پرته اسامه بن لادن کشف او له منځه يوسي .

د ليکوال په وينا د ښاغلي حقاني دا څرگندونې بي له دې چې په ښکاره د خپلې ښکيلتيا خبره وکړي ، ددې څرگندويي کوي چې ده دامريکا له پوځيانوسره په دې برخه کې په فعال ډول کار کا وه .

ښاغلي حقاني داهم ويلي چې د اوباما په کمپاين کې ملگرو يې ترې دا غوښتنه هم کړې وه ،چې پاکستان کې د امريکا د ځانگړو ځواکونو د ځاى په ځاى کېدو او له عملياتو سره مرسته وکړي .

دى وايي د امريکايانو داغوښتنه يې د پاکستان د ملکي حکومت مشرانو ته وړاندې کړه، چې هغوى تاييد کړه .

د ډان ورځپاڼې ددې ليکنې ليکوال وايي که څه هم چې نوموړى په ښکار ه پر خپلې ښکيلتيا اعتراف نه کوي ، خو وايي ښاغلى حقاني د گډ هدف په ترلاسه کولو کې د وياړ احساس کوي .

ټايم اف انديا

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د ورځپاڼې په وينا بيجنگ کې د پاکستان د پوځ د مشر قمر باجوا او چينايي سيال يې د پرونۍ کتنې په پايله کې ددغه پلان د پلي کيدو اعلان وشو .

ورځپانې خپلي يوې ليکنې ويلي دي چين پلان لري، چې پاکستانه ته د کروز ، بالستيک، الوتکې ضد او کښتۍ ضد توغندي جوړ کړي، چې په هرډول اراضۍ او د هوا په حالاتو کې به هدف ويشتلى شي.

د ورځپاڼې په وينا بيجنگ کې د پاکستان د پوځ د مشر قمر باجوا او چينايي سيال يې د پرونۍ کتنې په پايله کې ددغه پلان د پلي کيدو اعلان وشو .

د ورځپاڼې په وينا ښاغلي باجوا داهم ويلي دي، چې پاکستان پوځ دې ته ليواله دى، چې له چينايي پوځ سره خپله همکاري لا پراخه کړې او له ترهگرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان ، چين ، پاکستان او تاجکستان د گډ ميکانيزم څخه هراړخيز ملاتړ کوي .

تيليگراف :

دې ورځپاڼې د خوب په اړه د يوي ساینسي څيړنې موندنې خپرې کړې دي .

د انگلستان د وارويک د پوهنتون له لوري په دې اړه شوې څيړنې کې ويل شوي دي،چې ښه خوب د روغتيا د ښه کولو ترڅنگ انسان ته خوښي هم ورکوي.

ایا ډېر خوب د کار لپاره ښه دی؟

تر ٣٠ زره ډېرو کسانو باندې ددغې څيړنې پايله ښيي، چې يوه شپه ښه خوب انسان ته داسې خوښي ورکوي لکه چې د ١٢٠٠٠٠ پوڼدو جايزه يې چې گټلې وي.

د انځور حقوق DIRIMA THINKSTOCK
Image caption تر ٣٠ زره ډېرو کسانو باندې ددغې څيړنې پايله ښيي، چې يوه شپه ښه خوب انسان ته داسې خوښي ورکوي لکه چې د ١٢٠٠٠٠ پوڼدو جايزه يې چې گټلې وي.

دغه څيړنه وايي د خوب ښه والى تر ډېره د انسان فزيکي او رواني حالت پورې اړه لري.

دوى دا خبردارى هم ورکوي، چې د ښه خوب لپاره د گوليو کارول زيان رسونکى دى.

ورته مطالب