له چین سره د ټیلرسن ننګونکې خبرې پیل شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption د چین د بهرنیو چارو وزیر له امریکا وغوښتل، چې له شمالي کوریا سره د ترینګلتیا په تړاو له سړې سینې کار واخلي.

د امریکا جګپوړي ډیپلومات او د بهرنیو چارو وزیر رکس ټيلرسن د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره د شمالي کوریا د ترینګتلیا په تړاو ننګونکې خبرې پیل کړې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر له امریکا وغوښتل، چې له شمالي کوریا سره د ترینګلتیا په تړاو له سړې سینې کار واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن د اسیا د سفر وروستي تمځي کې چین ته تللی. نوموړي داسې مهال چین ته سفر کړی چې د شمالي کوریا د توغندیز او اتومي پروګرام په اړه اندېښنې په ډېرېدا دي.

ښاغلی ټیلرسن د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره ګوري. په پام کې ده چې ښاغلي شي جین پینګ به راتلونکې میاشت امریکا کې له ولسمشر ډونلډ ټرمپ سره وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وړاندې ویلي وو، د شمالي کوریا په اړه یې د هېواد د "ستراتیژیک صبر" کاسه "ډکه شوې"، چې په وینا یې که د شمالي کوریا ګواښونه ډېر شي، امریکا به پر پوځي ګام اخیستو هم غور وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پر ټویټر لیکلي چې شمالي کوریا "ډېر ناوړه ګام" اخیستی او د امریکا مهم ملګري چین هم "پاموړ مرسته نه ده کړې".

"د چین او امریکا ترمنځ جګړه د ټولې نړۍ په تاوان ده"

"ټرمپ چین د امریکا دښمن بولي، خو بیا هم پکې د هوټلونو جوړولو هڅې کوي"

په ورته وخت کې، چین د تېرې جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې د اوسنۍ ترینګلتیا د ختمولو لپاره یوازېنۍ لار په خبرو کې ده.

چین یوځل بیا په جنوبي کوریا کې د امرکا د توغندي ضد دفاعي سیستم له ځای پرځای کولو سره پر خپل مخالفت ټینګار کړی.

د انځور حقوق EPA
Image caption ټیلرسن چین ته د ټرمپ د ادارې لومړی جګپوړی چارواکی دی چې سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره ورځ له چین غوښتي وو، چې پر شمالي کوریا لګول شوي بندیزونه په اغېزناکه ډول عملي کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټیلرسن د اسیا د سفر وروستي تمځي کې چین ته رسېدلی

هغه ویلي وو، اړتیا نه شته چې چین په جنوبي کوریا کې د امریکا د توغندیو ضد دفاعي شبکې ځای پرځای کولو په اړه امریکا ته لار وښيي.

امریکا وايي، دغه سیستم د شمالي کوریا له خوا د جنوبي کوریا د ګواښونو د دفاع پروړاندې جوړ شوی.

څارونکي وايي، چین ښايي د ښاغلي ټیلرسن د سفر په اړه نارامه وي او د امریکا پر هغې غوښتنې به یې خوا بده وي چې له چین یې د شمالي کوریا د کړنو په اړه توغند غبرګون وښيي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ د هوټلونو اداره په چین کې د څانګو پرانیستلو هڅه کوي.

د بي بي سي د چینايي برخې مشر کري ګریسي وايي، چین ټینګار کوي چې اوسمهال یې پر شمالي کوریا د ملګرو ملتونو له خوا لګول شوي بندیزونه عملي کړي دي.

یوه امریکايي چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښايي چینايي چارواکو ته د ځینو هغو چینايي شرکتونو او بانکونو په اړه خبرداری ورکړی، چې د شمالي کوریا د بندیزونو په اړه له دغه هېواد سره همکاري کوي.

ورته مطالب