اورلي هوايي ډګر: له پوځي وسله اخیستونکی بریدګر ووژل شو

د انځور حقوق AFP
Image caption امنیتي ځواکونه دا مهال پر هوايي ډګر سره راغونډ شوي او د پېښې پر ارزونې بوخت دي.

فرانسوي چارواکي وايي، یوی سړی د پاریس پر اورلي هوايي ډګر د یوه افسر د وسلې تر اخیستو وروسته د امنیتي کسانو په ډزو ووژل شو.

له پېښې وروسته پر اورلي هوايي ډګر له الوتکو نه د مسافرو کوزېدو ته اجازه نه ده ورکړل شوې.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت ویلي، بریدګر له یوه امنیتي کس نه له وسلې تر اخیستو وروسته یوه خرڅلاوځي ته تښتېدلی خو هلته په ډزو وژل شوی دی.

په ډزو کې بل هېڅوک نه دی ټپي شوی.

د نړۍ تر ټولو بد ۱۰ هوايي ډګرونه

فرانسه کې بریدګر د سرتېري په ډزو له پښو غورځول شوی

پر هوايي ډګر د ډزو له اورېدل کېدا وروسته، اورلي هوايي ډګر تخلیه شوی دی.

اوري د پاریس دویم لوی هوايي ډګر دی.

امنیتي ځواکونه دا مهال پر هوايي ډګر سره راغونډ شوي او د پېښې پر ارزونې بوخت دي.

پولیس اوس ځانونه ډاډمنوي، چې بریدګر خو به له چاودېدونکو توکو ډک واسکټ نه و اغوستی.

اورلي هوايي ډګر د پاریس په جنوب کې شاوخوا ۱۳ کیلومتره لیرې پورت دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption مسافر له هوايي ډګره رایستل شوي
د انځور حقوق AP
Image caption اورلي هوايي ډګر د پاریس په جنوب کې شاوخوا ۱۳ کیلومتره لیرې پورت دی.

پولیسو خبرداری ورکړی چې له اورلي هوايي ډګره دې الوتونکي مسافر له نورو هوايي ډګرو سفر وکړي.

چارواکي وايي، یاد بریدګر پر هوايي ډګر د پوځيانو د ګزمې ډلې ته ځان رسولی او هلته یې له یوه پوځي وسله اخیستې او بیا یوه پلورنځي ته تښتېدلی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برونو لي راکس د برید ځای ته تللی دی.

په ورته وخت کې د پاریس شمال کې یو پولیس افسر د تلاشۍ پرمهال په ډزو ټپي شوی دی.

بریدګر په موټر کې په تېښته بریالی شوی دی.

پولیس وايي، نه شي ویلای چې دا پېښه به د اورلي د هوايي ډګر له پېښې کوم تړاو لري او که نه.

یوه میاشت وړاندې یوه سړي د پاریس لوو موزیم دروازه کې پر یوه فرانسوي سرتېري برید وکړ او سخت یې ټپي کړ.

د انځور حقوق AFP
Image caption پولیس له برید وروسته ژر هوايي ډګر ته رسېدلي.

د ۲۰۱۶ کال جولای کې د فرانسې په سوېلي ښار نیس کې د ملي ورځې لمانځنې مراسمو پرمهال یوه لارۍ د خلکو پر ګڼې ګوڼې بېول شوې چې تر ۸۴ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي.

د انځور حقوق AP

فرانسه کې خونړي بریدونه

  • جون ۲۰۱۶ - پر "اسلامي دولت" نومې ډلې پورې یوه تړلي اورپکي پاریس ته څېرمه مګناویل کې دوه پولیس چارواکي ووژل
  • نومبر ۲۰۱۵ - پاریس کې اوو په وسلو سمبالو کسانو او ځانمرګي برید ۱۳۰ کسان ووژل او تر ۳۵۰ ډېر نور یې ټپیان کړل، دا د فرانسې تاریخ کې تر ټولو خونړی برید ګڼل شوی
  • جون ۲۰۱۵ - له "اسلامي دولت" نومې ډلې سره تړلي مشکوک سړي وروسته تر هغه د خپل مشر سر غوڅ کړ چې موټر یې په لیون کې د فابریکې د مایعو اور اخیستونکو توکو برخې ته ورټېل واهه
  • جنوري ۲۰۱۵ - پاریس کې د دوو په وسلو سمبالو کسانو برید کې ۱۷ کسان ووژل شول، برید د یوې طنزیه (چارلي ابدو) مجلې پر دفتر پیل شو
  • مارچ ۲۰۱۲ - په وسلې سمبال سړي د تولوس او منتاوابن په یهودي ښوونځي کې د یوه ښوونکي او درو ماشومانو په ګډون اوه کسان ووژل

اړونده مطالب

ورته مطالب