د جي ۲۰ سازمان اقتصاد وزیران د اقلیمي بدلون مبارزې په تړاو هوکړې ته نه دي رسېدلي

سټېو منوچین د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا خزانې وزیر سټېو منوچین ویلي، د جي شل سازمان غړي هېوادونه له ازادانه سوداګرۍ ګټه اخلي

د نړۍ ۲۰ پرمخ تللیو اقتصاد لرونکو هېوادونو سازمان ' جي ۲۰ ' د اقتصاد وزیران د جرمني غونډه کې نه دي توانېدلي له اقلیمي بدلون سره د مبارزې لړ کې هوکړې ته ورسېږي.

د بېلابېلو هېوادونو استازو د غونډې څنډه کې ویلي، امریکايی پلاوي په خپل دریځ کې نرمښت نه دی منلی.

د امریکا ولسمشر ډونلډټرمپ اقلیمي بدلونونه ' ټوکې او ټګي برګي ' بولې او په دې باور دی، چې د ځمکې تودوخې خبرې بې بنسټه دي.

جي ۲۰ هېوادونه د مالیې پر سیستم وغږېدل

جي ۲۰ هېوادونه پر سوريې سره وېشلي

نوموړی دغه راز وايي، د ازادانه سوداګراۍ پر ځای د عادلانه سوداګرۍ ملاتړ کوي.

د فرانسې اقتصاد وزیر مایکل سپان له دې کبله ناخوښي څرګنده کړې، چې د نننۍ نړۍ دوه مهمې مسالې ' ازادانه سوداګري او اقلیمي بدلونونه ' په وروستۍ اعلامیه کې نه وو یاد شوي.

د انځور حقوق Reuters

په ګډه اعلامیه کې د جي ۲۰ هېوادونو اقتصاد وزیرانو او د مرکزي بانکونو مشرانو ویلي، په خپل اقتصاد کې د سوداګرۍ رول پیاوړتیا ته ژمن دي.

د امریکا خزانې وزیر سټېو منوچین ویلي، د جي شل سازمان غړي هېوادونه له ازادانه سوداګرۍ ګټه اخلي او له همدې کبله امریکا یو شمېر سوداګریزو هوکړو ته بیا کتنه غواړي.

د جرمني اقتصاد وزیر ولګانګ شوبله بیا د ازادانه سوداګرۍ لړ کې د نظر اختلاف رد کړ.

هغه ویلي، دې کې د بحث ځای نه شته، چې د جي شل سازمان غړي هېوادونه د لوړو سوداګریزو مالیو لګولو سیاست مخالفت کې یوه خوله دي، خو په خبره یې دا معلومه نه ده، چې هر غړی هېواد د ملاتړي سیاست لپاره څه مفهوم لري.

ډونلډ ټرمپ وايي په بهرنۍ سوداګرۍ کې د امریکا 'لومړنی ' سیاست تعقیبوي. نوموړی وايي د چین او جرمني په څېر بهرنیو سوداګریزو ملګرو هېوادونو سره یې د اوسنۍ سوداګرۍ شرایط مناسب نه دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د جي ۲۰ غونډې پر مهال یو شمېر معترضینو لاریون کړی

د چاپېریال ساتنې فعالان د جي ۲۰ غونډې په اعلامیه کې د اقلیمي بدلون مبارزې یادوونه نه کول پر شاتګ بولي.

د ولسمشر ټرمپ حکومت دا وروستیو کې د امریکا چاپېریال ساتنې ادارې بودیجې کې له درېیو یوه برخه لږوالی راوستی دی.

تېر کال پاریس کې د نړۍ ۱۹۵ هېوادونه د شین کوریزو ګازونو د کنترول لړ کې هوکړې ته ورسېدل، خو واک ته د ډونلډ ټرمپ له رسېدو سره داسې اندېښنې راپورته شوې دي، چې له اقلیمي بدلون سره نړیواله مبارزه ښايي پڅه شي.

ورته مطالب