شمالي کوریا 'پیاوړی توغندیز ماشین ازمویلی'

د انځور حقوق Reuters
Image caption د شمالي کوریا مشر دا یوه 'تاریخي' ازموینه بللې ده

د شمالي کوریا خبري رسنیو ویلي، پوځ یو نوی پیاوړی توغندیز ماشین ازمویلی او ولسمشر کیم جونګ اون ویلي، دا ازموینه د هېواد "توغندیز صنعت کې تازه لاسته راوړنه" ده.

د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس (کې سي ان اې) په وینا، ښاغلي ویلي، دا ازموینه له شمالي کوریا سره د مصنوعي سپوږمکیو په الوځولو کې نړیوال توان پیدا کوي.

دا ازموینه چې کومې بلې سرچینې نه ده تایید کړې، داسې مهال شوې چې د شمالي کوریا اصلي ملګري چین ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټیلرسن سفر کړی و.

شمالي کوریا اوبتل نه بالسټیک توغندی توغولی

"شمالي کوریا غواړي یو اټومي ځواک وپیژندل شي"

د شمالي کوریا د رسنیو د راپور پربنسټ، ولسمشر ددغې ازموینې څارنه کوله او وايي چې نړۍ به ژر زموږ د مهمې لاسته راوړنې او نننۍ بریا شاهد وي.

به ورته وخت کې ښاغلي ټیلرسن د شمالي کوریا د اتومي وړتیا په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د تېرې جمعې په ورځ جنوبي کوریا ته د سفر پرمهال ویلي وو، که پیونګ یانګ د جنوبي کوریا یا مېشتو امریکايي ځواکونو ګواښلو ته دوام ورکړي، نو پر پوځي غوراوی به هم غور وشي.

په ورته وخت کې، د شنبې په ورځ ښاغلي ټیلرسن د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرو کې وویل، واشنګټن او بیجینګ د شمالي کوریا د تګلوري بدلولو او د اتومي پروګرام ګرځولو په اړه همکاري کوي.

شمالي کوریا تر اوسه ۵ اتومي او یوشمېر توغندیزې ازموینې کړې دي.

له چین سره د ټیلرسن ننګونکې خبرې پیل شوې

د انځور حقوق AP
Image caption په ورته وخت کې، د شنبې په ورځ ښاغلي ټیلرسن د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرو کې وویل، واشنګټن او بیجینګ د شمالي کوریا د تګلوري بدلولو او د اتومي پروګرام ګرځولو په اړه همکاري کوي.

کارپوهان پر دې اند دي چې پیونګ یانګ د اتومي سرکیو جوړولو په درشل کې د امریکا خاورې ته د خپلو توغندیو رسولو هڅه کوي، خو پوځي کارپوهانو د پیونګ یانګ د ادعاوو د حقیقت په اړه شک هم ښودلی دی.

د شمالي کوریا مشر ویلي هېواد به یې ژر لویه وچه ویشتونکي بالیستیک توغندي وازموي.

د انځور حقوق KCNA
Image caption د شمالي کوریا د دولتي خبري اژانس (کې سي ان اې) په وینا، ښاغلي ویلي، دا ازموینه له شمالي کوریا سره د مصنوعي سپوږمکیو په الوځولو کې نړیوال توان پیدا کوي.

ورته مطالب