سریلانکا کې د مېندوارۍ لپاره تر یوه کاله رخصت اخیستل کېدای شي

ماشومان د انځور حقوق Getty Images
Image caption حکومت پرېکړه کړې ښځینه کارکوونکي کولای شي د مېندوارۍ لپاره تر یوه کاله پورې رخصت واخلي

سریلانکا حکومت پرېکړه هغو ښځینه مامورینو ته تر یوه کاله پورې رخصت ورکول کېدای شي، چې د مېندوارۍ لړ کې له ستونزو سره مخامخ وي.

حکومت وايي که کومه ښځینه کارکوونکې د مېندوارۍ لړ کې له ستونزو سره مخامخ وي، کولای شي تر یوه کاله پورې بې معاشه رخصت واخلي.

د بي بي سي ادې کومار رتنایګم د چارواکو له قوله وايي، دغه رخصت یوازې حکومتي کارکوونکې مېرمنې اخیستی شي.

چاغوالى په انګلستان کې " د ښځو روغتیا لپاره ترټولو سترگواښ"

نړۍ کې د ښځې لپاره تر ټولو غوره ځای کوم دی؟

هغه مېرمنې، چې د مېندوارۍ لړ کې ستونزې لري په هېواد کې دننه او یا هم له هېواده بهر د دغو رخصتیو پر مهال کولای شي درملنه وکړي.

د انځور حقوق Getty Images/AFP
Image caption د سریلانکا ډېرې بې اولاده جوړې د درملنې لپاره ګاونډي هېواد هندوستان ته ځي

حکومت د رخصتۍ اخیستو لپاره د متخصص ډاکټر له لوري د لیکلې سپارښتنې شرط ایښي دي. د ډاکټر سپارښتنې پر بنسټ به کارکوونکې مېرمنې ته د درملنې لپاره رخصت ورکول کېږي.

سریلانکا کې ډېری بې اولاده جوړې د درملنې لپاره د هند تامل ناډو ایالت ته ځي. دا وروستیو کې د هندوستان حکومت هم د مېندوارۍ لپاره د رخصتۍ موده له دریو میاشتو نه شپږ میاشتو ته د غځولو پرېکړه کړې وه.

اړونده مطالب

ورته مطالب