ایوانکا ټرمپ سپینه ماڼۍ کې، خو نه تنخا نه رسمي دنده

د انځور حقوق AFP
Image caption ایوانکا ټرمپ له ټرمپ سره د کاناډا د لومړي وزیر جسټین تروډو رسمي ناسته کې

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ادارې یوه چارواکي ويلي، د ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ به د سپینې ماڼۍ دفتر کې دنده ترلاسه کړي.

خو نوموړې به کومه رسمي دنده یا تنخا ونه لري.

یادې سرچینې د رسنیو هغه رپوټونه تایید کړي، چې ۳۵ کلنه ایوانکا به "ډلبندي شویو معلوماتو" ته لاسرسی ولري.

د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

د ایوانکا ټرمپ له تولیداتو سره پرېکون

د ډونلډ ټرمپ زوم د سپینې ماڼۍ سلاکار ټاکل کېږي

د هغې دنده به دا وي چې ډونلډ ټرمپ ته به د بهرنۍ تګلارې په اړه سلامشوره ورکوي.

ایوانکا چې د فېشن ځانګړی نښان لري، له خپل مېړه جیرټ کوشنر سره یوځای کار کوي.

نوموړی د ولسمشر ټرمپ جګپوړی سلاکار دی.

په تېره جنورۍ کې د ټرمپ د ولسمشرۍ له لوړې کولو وروسته، ایوانکا ټرمپ له ټرمپ سره د نړیوالو مشرانو په ګڼو ناستو کې ګډون کړی دی.

د انځور حقوق EPA
Image caption ایوانکا ټرمپ له ټرمپ سره د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل رسمي ناسته کې