د جنوبي کوریا له لیرې شوې ولسمشرې 'پوښتنې کېږي'

د انځور حقوق AP
Image caption پارک له خپلو وکیلانو سره د جنوبي کوریا لویې څارنوالۍ ته حاضره شوه

د جنوبي کوریا مخکېنۍ ولسمشره پارک ګون هي چې له واکه د ناوړه ګټې اخیستو او مالي فساد په تور لیرې شوې، د لوی څارنوالی دفتر ته پخپله خوښه د پوښتنو ځوابولو ته ورغلې ده.

اغلې پارک څارنوالۍ ته د ورتګ پرمهال د جنوبي کوریا له خلکو بخښنه غوښتې ده.

د سې شنبې په ګهیځ (وری لومړۍ/ مارچ ۲۱مه) ګون هي پلازمېنه سیول کې له واکه د ناوړه ګټې اخیستو او د مالي فساد په تړاو پوښتنو ته د ځواب لپاره چمتووالی وښود.

اغلې پارک وویل، له خلکو بخښنه غواړي چې دې لانجې ټول هېواد ته سرخوږی پیدا کړی دی.

د سوېلي کوریا د ولسمشرې پرضد مظاهرې کېږي

د جنوبي کوریا ولسمشره چین ته سفر کوي

هغې زیاته کړه، په دې مسله کې به د څېړنو په موخه بشپړه همکاري وکړي.

د جنوبي کوریا مخکېنۍ ولسمشره د خپلې واکمنۍ پرمهال له واکه د هر راز ناوړه ګټې اخیستو رپوټونه ردوي.

د پارک مخالفان پر هغې تور پورې کوي، چې د ولسمشرۍ په دفتر کې یو خپلوان په دنده ګومارلی او د جنوبي کوریا د سوداګریزو بنسټونو او شرکتونو پرېمانه پیسې یې ورکړې وې چې د خپل ځان د خیریه بنسټ په چارو کې ګټه ترې واخلي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پارک ګون هي ملاتړي د هغې له کور بهر راغونډ شوي وو
د انځور حقوق AP
Image caption د څارنوالۍ په وینا، چی سون ایل د ولسمشرۍ دفتر کې له خصوصي شرکتونو سره د اړیکنیواندې په توګه دنده ترسره کړې

په دې قضیه کې د اغلې پارک یوه ملګرې چوی سون ایل ده، چې د قضیې په تړاو د فساد په ځینو دوسیو کې لاس لري.

اغلې چوی چې دا مهال بندي ده، هر ډول تورونه رد کړي دي.

که پر پخوانۍ ولسمشرې لګول شوي تورونه ثابت شي، نو د قانون له مخې تر لسو کلونو پورې زنداني کېدای شي.

د تېر کال اکتوبر میاشت کې، د جنوبي کوریا رسنیو وویل، د ولسمشرۍ دفتر کې یې د چوی سون ایل د فعالیتونو دوسیې خپرې کړې چې نوموړې په دولت کې له کومې رسمي دندې پرته فعالیت کاوه.

چوی سون ایل چې پرې د تورونو لګول کېدو پرمهال له هېواده بهر وه، د پوښتنو ځوابولو ته هېواد ته ستنه شوه چې له ستنېدا سره سم لاسي ونیول شوه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د پارک مخالفان پر هغې تور پورې کوي، چې د ولسمشرۍ په دفتر کې یو خپلوان په دنده ګومارلی او د جنوبي کوریا د سوداګریزو بنسټونو او شرکتونو پرېمانه پیسې یې ورکړې وې چې د خپل ځان د خیریه بنسټ په چارو کې ګټه ترې واخلي.

اړونده مطالب

ورته مطالب