ناروې د ګردې نړۍ تر ټولو خوښ هېواد

د انځور حقوق EPA
Image caption په رپوټ کې د خلیج عربي هېوادونه په نړیواله کچه خوښ هېوادونه بلل شوي

د ملګرو ملتونو ادارې د رپوټ پربنسټ ناروې د نړۍ تر ټولو خوښ هېواد بلل شوی دی.

ډنمارک، آیسلېنډ، سويتزرلنډ او فېنلنډ پنځه خوښ هېوادونه دي، خو د مرکزي افریقا جمهوريت تر ټولو غمجن هېواد بلل شوی.

د ۲۰۱۷ کال په دغه درجه بندۍ کې افغانستان ۱۴۱ ځای لري او په سیمه کې د متحده عربي اماراتو خلک خوښ خلک بلل شوي چې ۲۱ ځای ورکړل شوی، خو سوریه د ۱۵۲ نمبر په اخیستو بیا تر لږ خوښي لرونکی هېواد ګڼل شوی.

د نړۍ ډېر غښتلي کسان څنګه کمزوري کېږي

'نړۍ کې تر ټولو د روغ زړه لرونکي خلک'

قطر ۳۵م، سعودي ۳۷م، کویت ۳۹م او بحرین ۴۱م خوښ هېواد بلل شوی او یمن ۱۴۷م شمېره لرونکی خوښ هېواد دی.

لیبیا ۶۸ نمبر ګټلی، خو ویل شوي چې تر ترکیې (چې ۶۹ شمېره یې ګټلې) خوښ دی، هانګ کانګ ۷۱م، اندونیزیا ۸۱م، یونان ۸۷م، او پرتګال ۸۹م نمبر خوښ هېوادونه بلل شوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ۲۰۰۹ کال فوټبال نړیوالو سیالیو کې د ناروې فوټبال خوشحاله مینه وال
لږ خوښي ډېره خوښي
۱۴۶- يمن ۱- ناروې
۱۴۷-جنوبي سودان ۲- ډنمارک
۱۴۸- لایبريا ۳- ايسلنډا
۱۴۹- ګیني ۴- سويټزرلنډ
۱۵۰- ټوګوو ۵- فنلنډ
۱۵۱- روانډا ۶- هالنډ
۱۵۲- سوريه ۷- كاناډا
۱۵۳- تنزانيا ۸- نیوزیلنډ
۱۵۴- بوروندي ۹- استراليا
۱۵۵- د منځنۍ افریقا جمهوریت ۱۰- سویډن

په دې رپوټ کې عمان نه دی راوستل شوی.

دا راپور د هغو معلوماتو پربنسټ لیکل شوی، چې په هر هېواد کې د اوسېدونکو وګړو څرګندونې کړې دي.

په راپور کې تر ډېره ازادي، روغتیا، هوساینه او ټولنیزه وړتیا په پام کې نیول شوې ده.

Image caption په راپور کې تر ډېره ازادي، روغتیا، هوساینه او ټولنیزه وړتیا په پام کې نیول شوې ده.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا راپور د هغو معلوماتو پربنسټ لیکل شوی، چې په هر هېواد کې د اوسېدونکو وګړو څرګندونې کړې دي.

ورته مطالب