له امریکا وروسته بریتانیا هم الوتکو کې د ځینې الیکترونیک توکو پر لېږد بندیز لګولی

د انځور حقوق AP
Image caption له دبۍ هوايي ډکره امریکا ته الوتنې هم له دغو بندیزونو اغېزمنې کېږي

بریتانیا حکومت له ترکیې، لبنان، اردن، مصر، تونس او سعودي عربستانه بریتانیا ته مخامخ تلونکو الوتکو کابین کې د لپ ټاپ پر لېږدولو بندیز لګولی دی.

دغه بندیز پر ډي وې ډي پلیر او ټابلیټونو هم لګېدلی دی. له دې مخکې امریکا حکومت هم ورته بندیز لګولی دی.

د بریتانیا لومړي وزیر دفتر ویلي، دغه بندیز د هوايي خوندیتوب په تړاو له خبرو وروسته لګول شوی او په وینا یې (اړینه، ګټوره او متناسبه) چاره ده.

امریکايي چارواکو ویلي په یو شمېر الاتو کې بمونه ځای پر ځای کېدای شي.

بندیز پر هغو ټولو الاتو لګول شوی، چې اوږدوالی یې ۱۶ سانتي متره، سور یې نهه اعشاریه درې سانتي متره او پنډوالی یې یو اعشاریه پنځه سانتي متره ته رسېږي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکايي کورني امنیت ' ډي ایچ ایس ' چارواکو په وینا، سخت دریځي غواړي د سپرلۍ الوتکو نسکورولو لپاره 'نوې تګلارې غوره کوي ' وکاروي.

ویل کېږي دغه ډول الات به لومړی د هوايي ډګر امنیتي چارواکو له لوري کتل کېږي او له هغه وروسته به له مساپرو سره کابېن ته د وړلو پر ځای د الوتکې د سامان لېږدولو برخې کې لېږدول کېږي.

له دې مخکې د امریکا متحدو ایالتونو له یو شمېر اسلامي هېوادونو نه دغه هېواد ته د ورتلونکو الوتکو کې د مساپرو له لوري له ځان سره د یو شمېر لویو برېښنايي یا الیکټرونیکي الاتو پر لېږدولو بندیز لګولی و.

د امریکايي کورني امنیت ' ډي ایچ ایس ' چارواکو په وینا، سخت دریځي غواړي د سپرلۍ الوتکو نسکورولو لپاره 'نوې تګلارې غوره کوي ' وکاروي.

ټرمپ د مسافرو د 'دقیقې تلاشۍ' امر کړی

محکمې د ۷ هېوادونو پر وګړو د بندیز بیا لګولو لپاره د ټرمپ غوښتنه ونه منله

د متحدو ایالتونو دغه بندیز به لس هوايي شرکتونه اغېزمن کړي، چې له لسو هوايي ډګرونو امریکا ته الوتنې کوي.

مساپر به وکولای شي لوی الیکټرونیکي الات د الوتکې کېبین کې له ځان سره د لېږدولو پر ځای له هغه سامان سره یوه ځای چې د الوتکې سامان لېږدولو برخه کې ولېږدوي.

هغه هوايي شرکتونو چې دغه بندیزونه پرې اغېز کوي

  • رایل جوردان
  • ایجیپت اير
  • ټرکش ایرلاین
  • سعودي عربین ایرلاین
  • کویت ایروېز
  • رایل اير ماروک
  • قطر ایروېز
  • ایمرېټس
  • اتحاد ایروېز

امریکايي چارواکي وايي هوايي شرکتونو ته سې شنبې ورځي له جي ایم ټي مهال سره له اوو بجو وروسته د ۹۶ ساعتونو وخت ورکړل شوی دی، چې کابین ته د مبایل یا ځېرک ټیلیفون له حجمه د لویو برېښنايي الاتو لېږدول بند کړي.

د انځور حقوق Getty Images

دوی وايي د بندیز لپاره وروستۍ نېټه نه ده ټاکل شوې.

د اي ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، چې د منځني ختیځ، ترکيې او شمالي افریقا له یو شمېر مهمو هوايي لارو به هره ورځ د نژدې ۵۰ الوتنو مساپر له دغه بندیز سره مخامخ شي.

ورته مطالب