جرمني د ترهګرۍ په تور خپل دوه وګړي شړي

د انځور حقوق Reuters
Image caption پولیسو د پلټنې پر مهال له تورنو یو میل وسله او د داعش ډلې اړوند بیرغ تر لاسه کړی.

جرمني ویلي، خپل دوه هغه وګړي به تبعید کړي چې له ترهګرو ډلو سره د اړیکو لرلو شک پرې کېږي.

که څه هم یاد کسان په جرمني کې پیدا شوي، خو میندې او پلرونه یې له الجزایر او نایجریا دغه هېواد ته ور کډه شوي وو.

۲۷ کلن نایجریا الاصل او ۲۲ کلن الجزایر الاصله په برلین کې د تېرې میاشتې په پېښه کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.

پولیسو د پلټنې پر مهال له تورنو یو میل وسله او د داعش ډلې اړوند بیرغ موندلی دی، خو په ترهګریزو پېښو کې د نېغ په نېغه لاس لرلو په اړه یې کوم ثبوت نه تر لاسه کړی.

جرمني کې پر کډوالو هره ورځ لس بریدونه شوي

د جرمني د بوریس پسټوریوس د کورنیو چارو وزیر لوور سیکسوني وايي، د یادو شکمنو کسانو د تبعید چاره به د راتلونکې اپرېل میاشتې په نیمايي کې پلې شي.

د هغه په خبره، له نایجریا او الجزایر هېوادونو سره یې په دې تړاو خبرې رواني دي چې یاد شکمن کسان بیا په ټول ژوند کې جرمني ته نه شي راتلای.

تر اوسه لا روښانه نه ده چې تورن کسان د استیناف غوښتنه کوای شي او که نه؟ ځکه د جرمني تابعیت د شخص د زوکړې او د مور وپلار د زوګړې ځای ته په کتو ټاکل کېږي.

په تېره ډیسمبر میاشت کې د برلین په کریسمیس مارکېټ تر برید وروسته چې له امله یې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول، له امله یې دغه هېواد امنیتي تدابیر سخت کړي دي.

ورته مطالب