پر تشناب ګڼې او ګوڼې چینايي زدکوونکي وژلي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نورو چینايي رسنیو بیا ویلي، د زدکوونکو د ټېل ماټېل له امله د تشناب د دېوال د ړنګېدو له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

نورو چینايي رسنیو بیا ویلي، د زدکوونکو د ټېل ماټېل له امله د تشناب د دېوال د ړنګېدو له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

د شینخوا خبري اژانس د خبر له مخې، زدکوونکي د سهارنۍ نیمه رخصتۍ پر مهال پر تشناب راټول شوي وو چې د نورو زدکوونکو له خوا ټېل ماټېل جوړ شو.

نورو چینايي رسنیو بیا ویلي، د زدکوونکو د ټېل ماټېل له امله د تشناب د دېوال د ړنګېدو له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.

د پیښې ټول ټپیان څېرمه روغتون ته لېږدول شوي چې په ډله کې یې د یو شمېر زدکوونکو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

تر دې وړاندې وړاندې هم په چین کې د ګڼې و ګوڼې له امله خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۱۴ کال په سوېل لويدیځ چین کې د یوه ښوونځي په پوړیو کې د بېروبار له امله ۶ زدکوونکي مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي وو.

هند: د نرښځو لپاره لومړنی لیلیه لرونکی ښوونځی

جاپان: د تشناب موندلو لپاره موبایل اپلیکشن

اړونده مطالب

ورته مطالب