رقې ته څېرمه هوايي برید ''۳۳ کسان وژلي''

د انځور حقوق Reuters
Image caption د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې پرضد د جګړې له کبله زرګونه وګړي بې ځایه شوي

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، رقه ښار کې المنصوره سیمې ته څېرمه د بې ځایه شویو پر یوه کمپ د امریکا په مشرۍ د ایتلاف بمبارۍ لږترلږه ۳۳ کسان وژلي دي.

د برید سیمه د ''اسلامي دولت'' نومې ډلې په واک کې ده.

د المنصوره په جنوب کې دغه برید د سې شنبې په ګهیځ وختي شوی دی.

سوري پوځ د کډوالو پر کمپ بمبار کړی

اسرائیل: حزب الله 'خپل قومندان پخپله وژلی'

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې مشر رامي عبدالرحمن وايي ''د ۳۳ کسانو وژل کېدل تاییدولای شو. وژل شوي د رقې، حلب او حمص بې ځایه شوي وګړي دي''.

فرانس پرې خبري اژانس د نوموړي له خولې ویلي ''د وژل شویو مړي لاهم تر کنډوالې لاندې دي. له کنډوالو ایله دوه ژوندي کسان رایستل شوي''.

د سیمې اوسېدونکو بي بي سي ته ویلي، د دمشق ختیځ جوبر کې د مخالفو وسله والو پر سیمو د سوري حکومتي ځواکونو بمباري لاهم دوام لري.

د سوریې د بشري حقونو د څار ډله وايي، په سیمه کې د دوی سرچینو د الوتکو ډول معلوم کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا په مشرۍ ایتلاف له ۲۰۱۴ کال راهیسې سوریه کې د داعش پر مرکزونو بمباري پیل کړې

یوې بلې مخالفې فعالې ډلې د ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې تر واک لاندې سیمو په اړه ویلي، د هوايي بریدونو له کبله ''رقه په چوپتیا کې لولپه شوه''.

سرچینه وايي، هغه مدرسه، چې برید ورباندې شوی، نژدې د ۵۰ بې ځایه شویو کورنیو د سرپناه ځای و.

له ۲۰۱۴ کال راهیسې د امریکا په مشرۍ د ایتلاف الوتکې د ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې تر واک لاندې سیمو بمبارۍ کوي.

د سوریي پوځ: پر دمشق مو د وسله والو برید مهار کړ

د روانې میاشتې لومړیو کې ایتلاف وویل، په سوریه او عراق کې یې بریدونو لږترلږه ۲۲۰ ولسي وګړي په غلطۍ وژلي دي.

خو فعالان وايي، دا شمېر تر اعلان شوې شمېرې ډېر زیات دی.

په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې له پیل شوې کورنۍ جګړې او شخړو له کبله تر ۳۲۰۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي او یو میلیون نور بې ځای شوي دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption سوریه کې د روانې شخړې له کبله نژدې یو میلیون وګړي له خپلو مېنو وتلي

ورته مطالب