الوتکو کې د لپ ټاپ پر لېږدولو بندیز د 'داعش ډلې احتمالي ګواښ ته په پام' سره لګول شوی

د انځور حقوق PA
Image caption چارواکي وايي، داعش وسله وال هڅه کوي دغو الاتو کې چاودېدونکي توکي الوتکو ته ولېږدوي.

د امریکايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي چې امریکا ته د تلونکو الوتکو کابین کې پر الیکترونیکي الاتو بندیز د احتمالي ترهګریزو ګواښونو مخنیوي لپاره د څارګرو ادارو له وړاندیزونو وروسته لګول شوی دی.

متحدو ایالتونو او بریتانیا دواړو هېوادونو ته له یو شمېر هېوادونو د مخامخ سفر کونکو الوتکو کابین کې د لپ ټاپ پر لېږدولو بندیز لګولی.

امریکايي سرچینو اي بي سي خبري شبکې ته ویلي اسلامي دولت نومي ډله یا داعش وسله وال هڅه کوي دغو الاتو کې چاودېدونکي توکي الوتکو ته ولېږدوي.

له امریکا وروسته بریتانیا هم الوتکو کې د ځینې الیکترونیک توکو پر لېږد بندیز لګولی

ټرمپ د مسافرو د 'دقیقې تلاشۍ' امر کړی

امریکايي چارواکي دغه تدبیر ( پر ځای او مناسب ) ګام بولي. د امریکا کورني امنیت ادارې دغه بندیزونه به د نهوو هوايي شرکتونو له لوري امریکا ته د نړۍ د اتو هېوادونو له لسو هوايي ډګرونو مخامخ الوتنې اغېزمنې کړې.

د انځور حقوق AP
Image caption چارواکي وايي، دغه بندیزونه به د نهوو هوايي شرکتونو له لوري امریکا ته د نړۍ د اتو هېوادونو له لسو هوايي ډګرونو مخامخ الوتنې اغېزمنې کړې

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن د داعش ګواښ په اړه د ۸۶ هېوادونو وزیرانو او لوړپوړو چارواکو د دوې ورځنۍ غونډې کوربتوب کوي. د واشنګټن دغه غونډه به له دسمبر راهیسې د اییتلاف لومړنۍ ناسته ده.

د کانګریس استخباراتي کمېټۍ یو جمهوریتپال غړی پېټرکنګ نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي، ده په دې اړه وار له مخه معلومات درلودل:

''د دغې چارې بنسټ وروستي استخباراتي رپوټونه دي. د څارګرو ادارو هغه رپوټونه چې د احتمالي پلانونو په اړه وي. ''

د بي بي سي امنیتي چارو خبریال فرانک ګارډنر وايي، ویل کېږي، چې دغه بندیزونه د څارګرو ادارو د ارزونې پر بنسټ لګول شوي وي. د دې معانا دا ده، چې یا خو امریکايي استخباراتو د سخت دریځو توطیې په اړه خبرې اورېدلې او یا هم د جاسوسانو لخوا ورته ویل شوي دي.

ورته مطالب