لندن برید: ۵ کسان وژل شوي ۴۰ ټپیان دي

د انځور حقوق AFP
Image caption د عیني شاهدانو په وینا بریدګر پر پله روان خلک په ګاډي ووهل او له هغه وروسته بریدګر د بل پولیس پر لور ورغی

د بریتانیا پلازمېنې لندن ښار پولیس وايي، د یوه پولیس افسر او یوه سړي په ګډون، چې ګومان کېږي مشکوک برید ګر و، د بریتانیا پارلمان ودانۍ ته څېرمه یوه ترهګریزه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او ۴۰ نور ټپيان دي.

سرپرست مرستیال کمشنر مارک روولې خبریالانو ته ویلي، پېښه کې ۴۰ کسان ټپیان شوي دي.

یو وژل شوی کس هغو پلي کسانو کې شامل و، چې پر ویسټ منسټیر نومي پله روان وو او یوه روان ګاډي ووهل.

د لندن برید په اړه د نړۍ د مشرانو همدردي

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تیریزا مې له یوې بېړنۍ ناستې وروسته ویلي، بریدګر یو کس و، دا وايي چې "زموږ د ارزښتونو له منځه وړلو لپاره ټولې ترهګریزې هڅې ناکامې شوې دي."

د سوېلي کوریا وګړي

د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، پنځه وګړي یې د لندن برید کې هغه مهال ټپیان شوي، چې د برید له ځایه خلک د تېښتې په حال کې وو.

وژل شوی پولیس افسر د پارلمان ودانۍ ساتنه کوله، چې بریدګر پرې د چاکو ګوزارونه وکړل. بریدګر د پولیسو ډزو کې ووژل شو.

بریدګر تر اوسه نه دی پېژندل شوی.

د لندن ښار پولیسو مرستیال سرپرست کمشنر مارک روولې، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې برخې مشر هم دی ویلي، د پېښې په تړاو څېړنې پیل شوې دي.

نوموړی وايي له ځايي مهال سره سم ماسپښین څه کم درې بجې یوه بریدګر پر پله روان پلي خلک په موټر ووهل، چې پایله کې درې پولیس او یو شمېر کسان ټپیان شول.

نوموړی وايي له هغه وروسته، چې د بریدګر ګاډی له دیوال سره ټکر شو او له کاره وغورځېد نوموړي بریدګر چې چاکو یې لاس کې و ( برید ته دوام ورکړ ) او هڅه یې کوله، چې د پارلمان ودانۍ ته ننوځي.

د بریتانیا پارلمان کې د واکمن ګوند غړی ډېوېډ لیډینګټون لومړی ځل د دغې پېښې تایید پر مهال ویلي و، د لندن ښار مرکزي برخه کې د پارلمان ودانۍ کې پر یوه پولیس افسر د چاکو ګوزار شوی دی.

د جرمني لومړۍ وزیرې اېنګلا میرکل او د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند د لندن له نني برید وروسته له بریتانیا سره خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

د انځور حقوق DANIEL LEAL-OLIVAS
د انځور حقوق CARL COURT
د انځور حقوق AP

امریکايي خبریالانو د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډټرمپ د ویاند سیان سپایسر له قوله ویلي، چې لندن کې د برید له پېښې وروسته ولسمشر ټرمپ د بریتانیا له لومړۍ وزیرې ټریسامې سره د پېښې په تړاو غږېدلی دی.

د لندن ښاروال صادق خان ویلي، دغه برید به تر هغه مهال یوه ترهګریزه پېښه بلل کېږي، چې د دغه باور خلاف ثبوتونه وموندل شي.

نوموړی وايي، د پولیسو مرستیال سرپرست ورته ویلي، چې په بېړنۍ توګه د پېښې په تړاو څېړنه پیل شوې ده.

په هغه ویډیويي کلیپ کې، چې له چورلکې ثبت شوی، ځینې کسان لیدل کېږي، چې پر ویسټ منسټر نومي پله ټپي حالت کې پراته دي او طبي مرسته ورسره کېږي.

د یوه ځايي روغتون ډاکټر ویلي پر ویسټ منسټر پله ټپي شوې یوې ښځې ساه ورکړه.

پولیسو ویلي دوی ته ویسټ منسټر سیمه کې د ډزو پېښې په اړه رپوټ ورکړل شوی و او ورته ویل شوي وو، چې یو شمېر کسان ټپیان دي.

بل لور ته د لندن ټرانسپورټ چارواکي وايي، د پولیسو له غوښتنې وروسته یې د ویسټ منسټر سیمې اورګاډي تم ځای تړلی دی.

د انځور حقوق PA

ورته مطالب