هند: د غوښو پلور دکانونو تړل کېدو قصابان اندېښمن کړي

د انځور حقوق .
Image caption غازي اباد سیمه کې د غوښو پلور نژدې ۱۰۰ دکانونه تړل شوي دي

د هند په ګڼ مېشت ایالت اتر پردېش کې د هندو توکمپال ګوند بهارتیه جنتا پارټۍ ( بي جي پي ) له لوري د ایالتي پارلمان ټاکنو کې له پراخ بري وروسته د غوښو پلور یو شمېر دکانونه او مسلخونه تړل شوي دي.

نوی ټاکل شوی اعلی وزیر یوګي ادیتیانات د غواوو خوندیتوب سخت ملاتړی دی او د لویې غوښې پر پلور د بندیزونو پلویتوب کوي.

هند کې د غواوو غوښې پلور او حلالول ناندریزه موضوع بلل کېږي او د اتر پردېش په ګډون د دغه هېواد په یو شمېر ایالتونو کې پرې بندیز لګېدلی دی. رپوټونو کې ویل شوي د دندې له سمبالولو وروسته نوموړي سملاسي پولیسو ته امر کړی، چې ایالت کې غیر قانوني مسلخونه وتړي.

''سیندونه هم انسانان دي''

هند: د نړۍ له یوه سره تر بله د ښځو په لاس الوتنه

بل لور ته یو شمېر ځايي اوسېدونکي وايي دغو ډېری مسلخونو کې د غواوو پر ځای وزې او مېښې حلالیږي، چې غیر قانوني چاره نه ده.

د اتر پردېش ډېری قصابخانو څښتنان مسلمانان دي، چې د دغه ایالت د نفوس ۱۸ سلنه دي. د غازي اباد په اسلام نګر سیمه کې د قصابانو نژدې ۱۰۰ دکانونه وو، چې ویل کېږي اوس ټول تړل شوي دي.

محمد یاسین چې دغه سیمه کې یې د غوښو پلور څلور دکانونه درلودل بي بي سي ته وویل:

''دا بې انصافي ده. دوی د پنجشنبې پر ورځ راغلل، ټولې غوښې یې یووړې او ان د یوې حلالې شوې او ټوک، ټوک شوې مېښې د غوښې ټوټې یې هم یووړې، دې ته څه اړتیا وه؟ دوی ښايي وروسته ادعا وکړي، چې دا د غوا غوښه وه. ''

نوموړي ادعا کوي، چې له مخکې دوی ته هېڅ نه و ویل شوي. د بغداد بریاني په نوم د یوه رستورانت څښتن محمد اعظم وايي، ناڅاپه ورته ویل شوي، چې د حکومت له بدلونه وروسته باید غوښه پخه نه کړي. خو چارواکي کوم ډول بدلون نه مني. د ایالتي حکومت یوه لوړ پوړي چارواکي اتول کومار بي بي سي ته ویلي:

چارواکو داسې رپوټونه تر لاسه کړي وو، چې هلته په غیر قانوني توګه د یو چا په کور کې مېښه ذبح کړل شوې وه:

د انځور حقوق .
Image caption محمد یاسین وايي له دکانه یې ټوله غوښه وړل شوې ده

''دا غیر قانوني چاره ده. د مسلخ لپاره باید جواز تر لاسه شي او باید یو ټاکلی ځای معلوم وي. ''

نوموړی زیاتوي، د هغو دکانونو تړلو پرېکړه، چې جواز نه لري د فدرالي حکومت پرېکړه وه. د سیمې خلک مني، چې هلته یو شمېر دکانونه د غوښې پلور اجازه نه لري، خو په وینا یې له کلونو راهیسې دوی د جواز تر لاسه کولو هڅې کوي، چې غوښتنلیکونه یې رد شوي دي.

یو شمېر کسانو پر چارواکو د تبعیض تور پورې کړ، چې ګواکې په سیمه کې یې د ټیټ ذات هندوانو د غوښې پلور دکانونه نه دي تړلي، خو د بي بي سي خبریال وايي کله چې هلته لاړو و مو لیدل، چې هغه دکانونه هم تړلي دي.

ښاغلی کومار وايي حکومت د جوازونو ورکړې لپاره د یوه مرکز پر رامنځته کولو غور کوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب