د ټرمپ د روغتیايي بیمې لایحه له کاري اجنډا ولوېده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د پل ریان (کیڼ) په خبره د روغتیايي بیمې لایحه ډونلډ ټرمپ(ښی) جوړه کړې وه

یادې لایحې ونه شو کړای په ګنګره کې د تصویب لپاره غوښتی ملاتړ تر لاسه کړي.

وروسته له هغه چې په ډاګه شوه، لایحه په ګنګره کې د تصویب لپاره د جمهوري غوښتونکو ۲۱۵ رایې نه شي خپلولای، نو د امریکا د ولسي جرګې مشر پل رایان او ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې هوکړې ته ورسېدل چې یاده لایحه له کاري اجنډا وباسي.

د یادې لایحې په تصویبېدو کې د ولسمشر ډونلډ پاتې راتلل، د هغه لپاره ستره ماته ګڼل کېږي.

د ډونلډ ټرمپ د پخوانیو مالیو اسناد افشا شوي

ډونلډ ټرمپ: پر پوله دیوال له وخته مخکې جوړیږي

ښاغلي ټرمپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلی، د روغتيايي بیمې د سمونې هڅې یې پای ته ورسېدې، خو له نیویارک ټایمز سره په خبرو کې یې د نوې لایحې د نه تصویبېدو پړه پر ډیموکراتانو ور اچولې ده.

د امریکا د کنګرې د دواړو جرګو مشري له جمهوري غوښتونکو سره ده.

ښاغلي ټرمپ د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین پر مهال ژمنه کړې وه چې د ولسشمر بارک اوباما روغتيايي بیمه لغوه کوي.

د رپوټونو له مخې له ۲۷ تر ۳۵ جمهوري غوښتونکي وکیلان د ډونلډ ټرمپ پر خبرداري سربېره له یادې لایحې سره مخالف و. یو شمېر یې د بیمه شویو د شته روغتيايي پوښښ له لاسه ور کولو ته اندېښمن وو او ځینې نورو یې بیا ویل د ټرمپ د روغتيايي بیمې لایحه د بارک اوباما له هغې سره چندان توپیر نه لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption آقای ترامپ دمکرات ها را مقصر دانست و گفت اوباکاکر در حال فروپاشی است ښاغلي ټرمپ ډیموکراتان پړه وبلل

ښاغلي ټرمپ په ښکاره جمهوري غوښتونکو ته خبرداری ور کړی و، که یې طرحې ته رایه ور نه کړي، نو ټول عمر به د اوباما له روغتيايي بیمې سره ژوند تېر کړي.

د پخواني ولسمشر بارک اوباما روغتيايي بیمه د (اوباما کېیر) په نامه یادوي چې په ۲۰۱۰ کال تصویب شوې ده.

پتېیل شوې چې د واشنګټن پر وخت ۱۵:۳۰ بجې د ولسمشر ډونلډ ترمپ د لایحې په اړه رایه واچول شي، خو تر رایې اچونې یې لار ونه مونده.

په ولسي جرګه کې د ډیموکراتانو مشرې نانسي پلوسي د ډونلډ ټرمپ د روغتيايي لایحې ردېدنه د امریکا د خلکو لپاره (بریالیتوب) او د خپل هېواد لپاره (ستره ورځ) وبلله.

مېرمن پلوسي اوه کاله وړاندې هم د ډیموکراټانو مشره وه چې د اوباما روغتيايي بیمه (اوباما کېیر) تصویب شوې وه.

دغه ناکامي جمهوري غوښتونکو ته څه زیان لري؟

د انځور حقوق AP
Image caption د بارک اوباما د روغتيايي بیمې پلویان د ټرمپ د هغې په غبرګون کې

په شمالي امریکا کې د بي بي بي خبریال انتوني زرکر وايي، دا لومړنی لایحه وه چې سپیڼې ماڼۍ او د جمهوري غوښتونکو تر کنترول لاندې کنګرې یې تصوبېدل غوښتل، خو خپل هدف ته ونه رسېدل.

جمهوري غوښتونکو ته دا اونۍ بده نه، بلکې ستونزه زېږوونکې وه.

یوه عمومي ستونزه له یادې لایحې سره د خلکو جوَت مخالفت و.

د وروستۍ نظرپوښتنې له مخې، یوازې ۱۷ سلنه امریکايان د یادې طرحې ملاتړي وو.

ښاغلي ټرمپ تر یادو تحولاتو وروسته وویل: " اوباماکېیر به تر یوه وخته پلې شي، خو که "ډیموکرتان متمدنه او یو موټی شوي وای" نو دواړه ګوندونو په ګډه کولای شول د روغتيايي بیمې غوره لایحه جوړه کړي. "

نوموړي زیاته کړه، شونې ده جمهوري غوښتونکي خپل پام پر مالیاتي سمونو ور ټول کړي.

د امریکا د ولسي جرګې مشر او د اوباما د روغتيايي بیمې د بدلون سرسختي ملاتړي پل رایان په یوه خبري غونډه کې وویل: " نن خپل هدف ته ډېر نږدې شوي وو، خو بالاخره پاتې راغلو او اوس د بارک اوباما له روغتيايي بیمې ملاتړ کوو. "

نوموړي زیاته کړه، نه غواړم دا قضیه ظاهراً ښه وګڼم، نن زموږ لپاره مایوسوونکې ورځ وه، د سترو کارونو تر سره کولو سخت وي.

د رایان په ټکو " تر ناڅرګند مهاله باید له اوباماکېیر سره ګوزاره وکړو، خو په ټوله کې قضیه پای ته رسېدلې نه ده. امریکايي سناتوران پر ایران بندیزونه سختول غواړي

ایوانکا ټرمپ سپینه ماڼۍ کې، خو نه تنخا نه رسمي دنده

ورته مطالب