د نړۍ د رهبرانو لوڼې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ د رهبرانو لوڼې

د ډونلډ ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې دفتر لري، چې د ټرمپ په دولت کې یې د پیاوړې ښځې په توګه ځان ثابت کړی دی.

ښځې په نړیوال سیاست کې څومره رول لري؟

سعودي عربستان: د ښځو شورا په غونډه کې ښځې نه لیدل کېږي

مریم نواز شریف - د پاکستان کورنی کمپاین

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مریم نواز شریف د خپل پلار په بیا ټاکل کې ډېر رول درلود.

۴۳ کلنه مریم نواز شریف د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف لور ده.

اغلې نواز شریف چې پخوا د خپلې کورنۍ په خیریه بنسټونه کې ښکېله وه، په ۲۰۱۳ کال کې یې د خپل پلار په بیا ټاکل کېدو کې پاموړ رول ولوباوه.

نوموړې دمګړۍ د خپل پلار په ښي اړخي ګوند (مسلم لیګ - نواز) سره کار کوي.

د بي بي سي د اردو برخې خبریال اصف فاروقي یې، چې څو ځله یې له نوموړې سره لیدلي، په اړه وايي: "هغې هر وخت د خلکو پام د ځان پر لور کړی او ظاهراً د یوې پیاوړې ښځې په توګه را میدان ته شوې ده. "

تېر کال یې نوم د پاناما په استنادو کې خپور شو. په یادو اسنادو کې ادعا شوې وه چې مریم نواز او دوه وروڼه یې له بهرنیو شرکتونو سره اړیکه او داسې ګڼونونه لري چې په لندن کې د لوکسو ودانیو په اخیستلو کې ترې ګټه اخلي.

د مریم نواز پلار نواز شریف بیا دغه تورونه رد کړل او هغه یې د هغه چا کار وباله چې دی او دده کورنۍ د سیاسي موخو لپاره به نښه کوي.

د پاکستان ستره محکمه لا یاد تورونه څېړي چې وروستۍ پرېکړه به یې راتلونکو اونیو کې په ډاګه شي.

د پوتین لور ـ نڅاګره راک اندرول

د انځور حقوق Getty Images
Image caption کاترینا د (راک اینډ رول) مینه وال لرونکې نڅاګره ده چې په ۲۰۱۳ کال یې د سویس په سیالیو کې پنځم ځای خپل کړ.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل خصوصي حریم په ساتلو کې ډېر احتیاط کوي، تر ډېر ځنډه یې د دوو لوڼو په اړه معلومات نه و خپاره شوي.

د بي بي سي د روسۍ برخي خبریال فامیل اسماعیلوف وايي:" روسي چارواکي د هغوی د ژوند په اړه د معلوماتو په راټولو کې ښه چلند نه کوي."

د هغه په خبره، دا په رسنیو اړه لري چې د پوتین د لوڼو په اړه تر کومه کره معلومات راټولوای شي، خو ډېری وختونه د دوی په اړه راټول شوي معلومات پخپله د پوتین کورنۍ ناسم بولي.

په ۲۰۱۵ کال وروسته له هغه چې په ډاکه شوه د پوتین کشره لور یکاترینا په مسکو کې د کاترینا تیخونوا په نامه ژوند کوي، د رسنیو پام د هغې پر خوا شو.

هغه مهال د رسنیو له راپورونو په ډاګه شوه چې یکاترینا د کیریل شمالوف په نامه له یوه سوداګر سره واده کړی دی.

شمالوف یې د پلار د یوه پخواني ملګري زوی دی.

دواړو د ګازو او پټرولیم په برخه کې پانګونه کړې چې دمګړۍ یې شتمني له دوو ملیاردو امریکايي ډالرو اوړي.

۳۰ کلنه یکاترینا د مسکو په دولتي پوهنتون کې د عمومي بودیجې پر مټ د چلېدونکېو پروژو (فکري ودې) مشري کوي.

کاترینا تینوخوا د (راک اینډ رول) مینه وال لرونکې نڅاګره ده چې په ۲۰۱۳ کال یې د سویس په سیالیو کې پنځم ځای خپل کړ.

سمیه - د ترکيې نازولې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption سمیې د سلجوق بیرقتار په نامه له یوه سوداګر سره واده کړی.

سمیه اردوغان د ترکيې د ولسمشر رجب طیب اردوغان کشرۍ لور ده او معمولاً هغې ته د نازولې په سترګه کتل کېږي.

سمیې د سلجوق بیرقتار په نامه له یوه سوداګر سره واده کړی.

د بي بي سي د ترکي برخې خبریال ایرم کوکر وايي، پلار یې له ډېر نازه (زما هوسۍ) بولي چې په ترکیه کې دغه لفظ هغوی ته کاروي چې ښکلې او ارزښتمنه وي.

سمیې په امریکا او برتانیا کې د سیاسي علومو په برخه کې زدکړې کړي او کله یې چې پلار د عدالت او پراختیا ګوند مشر و، نو دا یې سلاکاره پاتې شوې او تر څنګ یې ډېر ځله په ډیپلوماټیکو سفرونو کې هم له پلار سره تللې ده.

په ۲۰۱۵ کال کې انګېرنه دا وه چې سمیه به د ترکيې د ولسي جرګې ټاکنو ته نومانده شي، خو وروسته بیا هغسې ونه شول، مګر سمیه په ټوله کې له خپل پلار او د هغه د دولت له کړنو ډاګیزه دفاع کوي.

د افریقا لومړنۍ میلیاردره ښځه - انګولا

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ایزابل دوس سانتوس خپل پلار د نفتو د دولتي شرکت مشره وټاکله

۴۳ کلنه ایزابل دوس سانتوس د انګولا د ولسمشر خوزه ادواردو دوس سانتوس مشره لور ده، نوموړی له ۱۹۷۹ کال راپدېخوا پر انګولا واکمن دی.

اغلې سانتوس د سونانګول د تېلو د دولتي شرکت مشره ده چې په ۲۰۱۳ کال د فوربس مجلې هغه د افریقا تر ټولو شتمنه او په نړیواله کچه لومړنۍ میلیاردره ښځه وګڼله چې له ۳.۲ میلیارد ډالرو ډېرې پیسې لري.

مېرمن دوس سانتوس چې په برتانیا کې یې زدکړې کړي، د مخابراتو او د الماسو په صنعت کې سترې ونډې لري چې له امله یې هغه د انګولا د بانفوذه ښځینه سوداګرو له ډلې ده.

نوموړې په پرتګال کې هم د برېښنا او تیلوـ نفتو په برخه کې پانګونه کړې، هغه هېواد چې یو وخت یې انګولا مستعمره وه.

انګولا چې د روڼتیا د نړیوال بنسټ په خبره، د نړۍ د فاسدو هېوادونو په کتار کې ده، اغلې سنتوس پکې له دې امله له نیوکو سره مخامخ ده چې ګویا ټوله شتمني یې د پلار له برکته ده، خو اغلې سنتوس او سلاکاران یې یادې نیوکې بې بنسټه بولي.

نوموړې په ۲۰۱۵ کال کې په دې اړه بي بي سي ته ویلي وو: "هغه لاسته راوړنې چې زه یې نن لرم، ټولې یو ځل په لاس نه دي راغلي، بلکې دا د تېرو دوو لسیزو د کار او زیار پایله ده. "

ازاده رحمان ـ تاجکستان

د انځور حقوق PRESIDENCY OF THE REPUBLIC OF TAJIKISTAN
Image caption ازاده د امام علي رحمان له نهو اولادونو یوه ده

ازاده رحمان ۳۹ کلنه ده او د تاجکستان د اوږدمهالي ولسمشر امام علي رحمان لور ده.

اغلې رحمان چې د حقوقو او سیاسي علومو په برخه کې زدکړې کړي، لومړۍ دنده یې په ډپلوماټیکه برخه کې پیل کړه، چې بیا په ۲۰۰۹ کال د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وټاکل شوه.

به ۲۰۱۶ کال کې امام علي رحمان هغه د خپل دفتر رییسه وټاکله او په همدې کال یې وکولای شول د تاجکستان په مشرانو جرګه کې هم څوکۍ وګټي.

ازادې د تاجکستان د مرکزي بانک د رییس له لومړني مرستیال جمال الدین نورعليوف سره واده کړی دی چې پنځه اولادونه لري.

ازاده د امام علي رحمان لومړنی اولاد نه دی چې په دولتي څوکیو کار کوي. بلکې د نوموړي د نهو اولادونو له ډلې د هغه مشر زوی رستم د پلازمېنې دوشنبې ښاروال دی او کشره لور رخشانه یې د تاجکستان په بهرنیو چارو وزارت کې کار کوي.

د رپوټونو له مخې، د امام علي رحمان د کورنۍ نور غړي هم په لوړو دولتي بستونو او سوداګرۍ کې کار کوي چې له امله یې دغه کورنۍ په تاجکستان کې شتمنه او بانفوذه کورنۍ ګڼل کېږي.

ماریلا کاسټروـ د کیوبا د اقلیتونو غږ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ماریلا کاسټرو د کیوبا د اوسني ولسمشر لور ده

ماریلا کاسټرو د کیوبا د اوسني ولسمشر لور او د پخواني انقلابي رهبر فيدل کاسټرو ورېره ده.

د هغې مور (ویلما سپین) د ښځو د حقونو په مبارزه کې اتله ګڼل کېده او اوس یې لور د هغې لاره خپله کړې ده.

اغلې کاسټرو ۵۵ کلنه ده، د ډاګیزو خبرو پر کولو مشهوره شوې چې دمګړۍ د کیوبا د ولسي جرګې غړې او د جنسیتي لږکیو ملاتړې ده.

نوموړې به ۲۰۰۸ کال کې په کیوبا کې د هغه قانون په تصویب کې فعاله ونډه واخیسته چې له مخې یې په کیوبا کې د جنسیت د بدلولو چاره وړیا شوه.

د کیم وژنې قضیه کې دوې ښځې رسماً تورنیږي

"یو شمېر ښځې په لوړ مقام کې بله ښځه نه شي زغملی"

اړونده مطالب

ورته مطالب