"د لندن بریدګر دوه کاله په عربستان کې اوسېدلی"

د انځور حقوق CARL COURT/GETTY IMAGES
Image caption د لندن پولیس د ګزمې په حال کې

د سعودي عربستان چارواکو منلې چې د لندن د چهارشنبې ورځ د خونړي برید تر سره کوونکي له ۲۰۰۵ - ۲۰۰۹ کلونو په منځ کې د دوو کلونو لپاره په سعودي عربستان کې د انګلیسي ژبې د ښوونکي په توګه اوسېدلی دی.

په لندن کې د عربستان سفارت په خپره کړې خبرپاڼه کې منلي چې خالد مسعود د ۲۰۰۵ کاله له نومبره د ۲۰۰۶ کال تر نومبره او د ۲۰۰۸ کاله له اپرېله د ۲۰۰۹ کال تر اپرېله د کار په ویزه په عربستان کې اوسېدلی او یوځل یې په ۲۰۱۵ کال کې هم دغه هېواد ته شپږ ورځنی سفر کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، مسعود په عربستان کې کوم ناقانونه کار نه دی کړی، نو ځکه پولیسو هم نه دی څارلی.

لندن برید: ۵ کسان وژل شوي ۴۰ ټپیان دي

لندن برید په تصویرونو کې

بریتانیا پولیسو د لندن بریدګر نوم اعلان کړی

خالد مسعود تېره چهارشنبه د مارچ په ۲۲مه د برتانیا د پارلمان مخې ته لسګونه کسان په موټر ټپیان او د پولیسو یو افسر یې په چاکو وواژه چې بالاخره دی هم د پارلمان د ساتونکو پولیسو په ډزو ومړ.

په یاده پېښه کې د یوه پولیس په ګډون څلور کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول.

پولیسو څو کسان نیولي چې د خالد مسعود د تر سره کړي برید د انګېزې په تړاو ترې پوښتنې ګروېږنې وکړي.

د برتانیا د پولیسو په خبره، د یوولسو نیول شویو کسانو له ډلې یې اوه بې له قید او شرطه خوشي شوي دي، خو له دوو نورو یې پلټنې روانې دي.

د دوی په خبره د خالد مسعود د اړیکو په تور دوه نیول شوې مېرمنې یې د روانې مارچ میاشتې تر پایه په ضمانت خوشې کړې دي.

له دغو نیونو او پلټنو برتانوي پولیس غواړي معلومه کړي چې خالد مسعود برید په یوازې تر سره کړی او نور ملګري یې هم لرل.

د انځور حقوق JACK TAYLOR/GETTY IMAGES
Image caption د چارشنبې په ورځ د برید د قربانیانو په یاد د وسټمنسټر پر پله د ګلانو ګېډۍ کېښودل شوې

اړونده مطالب

ورته مطالب