امریکا او بریتانیا ته الوتکو کې د برېښنايي الاتو پر لېږدولو لګېدلی بندیز پلي شو

د انځور حقوق AFP
Image caption امریکا د اتو اسلامي هېوادونو پر اوسېدونکي بندیز لګولی، چې له ځېرک ټیلیفونه لوی الیکترونیکي الات امریکا ته نه شي لېږدولای

هغو الوتکو کې، چې امریکا او بریتانیا ته سفر کوي له مساپرو سره لاسي سامان کې د لپ ټاپ، ټابلیټونو او ډي وې ډي پلېرز پر لېږدولو بندیز له نن ورځې پلی شو.

چارواکي وایي، مساپر نه شي کولای له ځېرک ټیلیفونه لوی الیکترونیکي الات له ځان سره د الوتکې کابین کې ولېږدوي.

امریکا له اتو اسلامي هېوادونو نه دغه هېواد ته پر سفر کونکو بندیز لګولی، چې دغه الیکترونیکي الات امریکا ته نه شي لېږدولای او بریتانیا د شپږو اسلامي هېوادونو پر اوسېدونکو دغه هېواد ته د سفر پر مهال د الوتکې کابین کې د الیکترونکي الاتو بندیز لګولی.

له امریکا وروسته بریتانیا هم الوتکو کې د ځینې الیکترونیک توکو پر لېږد بندیز لګولی

الوتکو کې د لپ ټاپ پر لېږدولو بندیز د 'داعش ډلې احتمالي ګواښ ته په پام' سره لګول شوی

مصر، ترکیه، اردن، سعودی عربستان، تونس او لبنان هغه هېوادونه دي، چې بریتانیا ته ورنه سفر کونکي نه شي کولای ځان سره الیکترونیکي الات ولېږدوي.

رایل جورډینین، د مصر هوايي شرکت ایجپت ایر، ټرکش ایرلاین، سعودي عربین ایرلاین، کویت ایرلاین، رایل ایر مراکو، قطر ایرلاین، امارات ایرلاین او الاتحاد ایرلاین بیا هغه هوايي شرکتونه دي، چې له امریکايي بندیزونو اغېزمن کېږي.

د اردن پلازمېنې اومان ملکه عالیه هوايي ډګر، د مصر قاهرې نړیوال هويي ډګر، د ترکیې استانبول اتاترک نړیوال هوايي ډګر، د سعودي عربستان په جده کې ملک عبدالله نړیوال هوايي ډګر، کویت نړیوال هوايي ډګر، د مراکش محمد پنځم نړیوال هوايي ډګر، د قطر دوحه کې حماد نړیوال هوايي ډګر، دبۍ او ابوظهبي نړیوال هوايي ډګرونه هغه لارې دي، چې ورنه امریکا ته سفر کونکي الوتکو کې الیکترونیکي الات نه شي لېږدول کېدای.

د بریتانوي بندیز له مخې دغه هېواد ته سفر کونکي مساپر داسې هېڅ برېښنايي الات له ځان سره کابین کې نه شي لېږدولای، چې اوږدوالی یې له شپږ اعشاریه درې انچه او سور یې له درې اعشاریه اووه انچه زیات وي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان له امریکا او بریتانیا غوښتي، چې ژر تر ژره دغه بندیز پای ته ورسوي. د امریکا کورني امنیت د دغه بندیز لامل الوتکو کې چاودنې په ګوته کړې.

دغې ادارې د روسیې هغه الوتکه یادونه کړې، چې د ۲۰۱۵ کال اکتوبر کې د مصر هوايي حریم کې دننه د څښاک یوه بوتل کې د ځای پر ځای شوي بم چاودنې له کبله وغورځېده.

هغه پېښه کې ۲۲۴ کسان وژل شوي وو. سومالیا کې پروسږ کال یوې الوتکې په لپ ټاپ کې د ځای پر ځای شویو باروتو چاودنې له کبله بېړنۍ ناسته وکړه.

ورته مطالب