پاکستان د ډیورنډ پرکښه اغزن تار غځوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption پاکستان له ډیورنډ کرښې سره پوستې هم زیاتې کړې دي.

ډان

پاکستانۍ ورځپاڼو ډان او ایکسپریس ټریبیون د دغه هېواد د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه هغه څرګندونې را اخستې چې ویلې یې دي د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د اغزن تار د غزولو چارې پیل شوي دي.

پاکستان پر ډیورنډ کرښه ازغن تار او کټاره لګوي

وال سټریټ جورنال

امریکايۍ ورځپاڼې وال سټریټ جورنال د القاعده ډلې د یوه قوماندان قاري یاسین په اړه لیکلي چې هغه د بلوچستان ایالت اوسیدونکی و او د مارچ په ۱۹ په پکتیکا ولایت کې په هوايي برید کې وژل شوی. وال سټریټ ژورنال د امریکا د دفاع وزیر جیم ماتیس هغه خبره را اخستې چې ویلي یې هغه کسان به د عدالت له منګولو خلاص نه شي چې بې ګناه وګړي وژني.

نوموړي له قبایلي سیمو مهمند او اورکزیو ایجنسیون د لیدنې پرمهال ویلي چې دغه چاره د باجوړ او مهمند ایجنسیو له سیمو پيل شوي ځکه دده په وینا دغه د لوړ ګواښ سیمې دي او دوی ته لومړیتوب لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا دفاع وزارت وايي، قاري یاسین د یکشنبې په ورځ په نخښه شوی

د ورځپاڼې د راپور له مخې جنرال قمر باجوه زیاته کړه چې دده په وینا پر ګډه د امنیتي دوه اړخیزه میکانیزم د رامنځته کولو چاره تر لاس لاندې ده او دا د دواړو ورونو هېوادونو لپاره چې له ترهګرۍ په مبارزه کې یې د پام وړ قربانۍ ورکړي دي، ګټور دي.

ګارډین

بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په بریتانیا کې د سوریې د کډوالو د ناسم وضعیت په اړه یو راپور کړی او زیاتوي چې د دوی د مجبوریتونو له امله د سوریې سلګونه کډوال په ناسمو شرایطو کې د لږو پیسو په بدل کې کار کوي. په راپور کې ویل شوي دغه کډوال له بریتانیا د ویستلو د ویرې له امله اړ کړل شوي چې د لږ امتیاز په بدل کې کار وکړي. دوی ته د ټولې ورځې کار په بدل کې یواځې لس پونډ ورکول کیږي ، او دا هغه اندازه پیسې دي چې تقریبا په یو ساعت کې کاریګر ته وکول کیږي.

ټیلیګراف

بریتانوۍ ورځپاڼې ټیلیګراف د یوې څیړنې پایله خپره کړې چې په کې ویل شوي د لږې مالګې کارول دا ګټه رسوي چې د شپې پرمهال حاجب رفع کولو لپاره تشناب د تګ اړتیا کموي او زیاتوي چې دغه چاره په تیره د ډیر لرونکو کسانو لپاره ډیره ګټوره ده .

د انځور حقوق Getty Images

سره غوښه د سرطان لامل کېدای شي

دغه څېړنه جاپاني څیړونکي کړې ده. ورځپاڼه په خپل راپور کې زیاتوي چې د بریتانیا د روغتیايي خدمتونو ادارې ان ایچ ایس لویانو ته سپارښتنه کړې چې هره ورځ یواځې شپږ ګرامه مالګه وکاروي، هغه څه چې د وینې د فشار د ټیټ ساتلو ترڅنګ نورې ګټې هم لرلی شي.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د افغان حکومت او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د شوې هوکړې په اړه یوه راپور کې ویلي چې حکومت غوښتل له حکمتیار سره د سولې تړون په ترسره کولو طالبان هم خپل لور را مات کړي خو اوس د سولې دغه شوې هوکړه په خپله له ستونزو سره مخامخ ده .

اړونده مطالب

ورته مطالب