محکمې د جنسي تېري تور رد کړی، وايي ښځې چیغې نه دي وهلې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ځينې وختونه یوازې (بس) ویل بسنه کوي

د ایټالیا د ټورینو ښار یوې محکمې تېره میاشت په جنسي تېري یوه تورن ته له دې امله برات ور کړ چې د تېري پر مهال ښځې چیغې نه دي وهلي او یوازې یې د (بس) په ویلو بسنه کړې.

محکمې ویلي، د جنسي تېري پر مهال د (بس) کلمه هغومره توند غبرګون نه دی چې له مخې دې یې یاده اړیکه جنسي تېری وبلل شي. د رپوټونو له مخې، محکمې ته عارضه شوې مېرمن اوس د نارینه وو د بدنامولو له تور سره مخامخېدای شي.

'پاکستان کې هره ورځ پر ۱۱ ماشومانو جنسي تېری کېږي'

هند کې زده کوونکو پر خپلې ټولګيوالې جنسي تېری کړی

د ایټالیا د عدلیې وزیر اندریا اورلینډو د دغه وزارت یوه چارواکي ته دنده ور کړې چې د ۲۰۱۱ کال اړوند دغه قضیه دې له سره وڅېړي.

د یوې ځايۍ ورځپاڼې د خبر له مخې، د جنسي تېري ښکار شوې مېرمن په یوه روغتون کې صفاکاره وه او تورن کس ورته ویلي وو که یې خبره ونه مني له دندې به یې وشړي.

کله چې په محکمه کې قاضي له ښځې وپوښتل چې د جنسي تېرې پر مهال یې توند غبرګونه ولې ونه ښود؟

هغې یې په ځواب کې وویل، ځينې وختونه یوازې (بس) ویل بسنه کوي.

هغې زیاته کړه، په ټول توان یې د هغه (تورن) مخه نه ده نیولې، ځکه تورن کس پر دې ډېر ځواکمن او برلاسی و.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption (بس) هغومره توند غبرګون نه دی چې له مخې دې یې یاده اړیکه جنسي تېری وبلل شي

هغه قاضي چې تورن ته یې برات ور کړی، ویلي: "د دغې ښځې غبرګون داسې نه دی چې له مخې دې یاده اړیکه جنسي تېری وګنل شي."

تورن کس له ښځې سره (جنسي فعل) منلی، خو جنسي تېری ځکه نه بولي چې په خبره یې هر څه د دواړو په خوښه و.

افغانستان کې هرکال له ښځو سره تاوتریخوالی ډېرېږياېشچي: دوستم ساتونکو ته امر وکړ چې پر ما جنسي تېری وکړي

اړونده مطالب

ورته مطالب