د امریکا استازې: د اتومي وسلو مخنیوی عملي کېدونکی نه دی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا سفیرې نیکي هیلي وویل، تر ۳۰ ډېر هېوادونه به دې کنفرانس ته حاضر نه شي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمي غړو پر اټومي وسلو د نړیوال بندیز په اړه بحث کې له گډونه ډه ډه کړې او ویلي یې دي، چې دغسې یو ګام په عملي ډګر کې د پلي کېدو وړ نه دی.

د دغې ټولنې په عمومي غونډې کې تر ١٢٠ډېرو هېوادونو د هغه پلان ملاتړ کړی و، چې له مخې یې پر اټومي وسلو د بشپړ بندیز غوښتنه کېده.

په ملگرو ملتونو کې پر اټومي وسلو د نړېوال بنديز کنفرانس په داسې حال کې پيل شو چې آن يوۀ اټومي وسلې لرونکي هېواد هم په کې گډون نه و کړى.

که څه هم له ١٢٠ ډېرو هېوادونو پر اټومي وسلو د بنديز لگولو پلان ملاتړ کړى، خو بيا نژدې څلوېښتو هېوادونو د دغه پلان په تړاو شوي بحث کې له گډونه ډ ډ وکړه.

پاکستان: هند پټ اتومي ښارګوټی جوړوي

شمالي کوریا 'پیاوړی توغندیز ماشین ازمویلی'

په ملگرو ملتونو کې د بې وسلې کولو چارو مشر "کيم ون سو" وويل اوسمهال د پخوا هر وخت په پرتله پر اټومي وسلو نړېوال بنديز ته ډېره اړتيا ليدل کېږي.

" دا کنفرانس د زياتېدونکې نړېوالې ترينگلتيا، د وسلو نوې شوې سيالي او بې وسلې کولو لپاره د جوړو شويو ټولنو د بې پايلو هلو ځلو په شا ليد کې جوړېږي.

اټومي وسلې اوس هم د انسانانو شتون ته يو گواښ دى.

د دغه راز وسلو په منځه وړلو کې د پرمختگ اړتيا هېڅ کله دومره بېړنۍ نه وه لکه نن چې ده.

د اټومي او نا اټومي ستراتېژيکو وسلو بې پايه جوړېدل امنيت نه راولي بلکې په باالقوه توگه د وسلو يوه بې ثباته کونکې نوې سيالي راپاروي، بل لوري ته نړېوال او سيمه ييزه ترينگلتيا لا ډېروي."

امريکا، بريتانيا او فرانسه، چين او روسيه د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې پر اټومي وسلو د بنديز نوي تړون په تړاو بحث کې يې له گډون ډه ډه کړې او د دغه راز اغېزمنو هېوادونو نه گډون د غونډې د برياليتوب هيلې تتې کړي .

د انځور حقوق AP
Image caption د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د خپلواکۍ پر ورځ د پوځي پرېډ پرمهال د بالستیک توغندیو ننداره

ملگرو ملتونو کې د امريکا استازې نيکي هېلي وايي پر اټومي وسلو نړېوال بنديز نا واقعي چاره ده.

آغلې هېلي ټينگار وکړ چې ملي امنيت لپاره اټومي وسلو ته اړتيا ده ځکه په وينا يې داسې ورانکاري عناصر شته چې ورباندې باور نه شي کېداى.

نوموړې شمالي کوريا ته په اشاره وويل "آيا څوک به رښتيا باور وکړي چې شمالي کوريا پر اټومي وسلو لگېدلي بنديز ته غاړه ږدي؟"

په همدې حال کې د بريتانيا استازي متيو راى کرافت په کنفرانس کې د خپل هېواد د نه گډون په تړاو وويل باوري نه دى چې دغه خبرې اترې به په نړېواله کچه د اټومي وسلو د منځه وړلو لپاره د يوۀ اغېزمن پرمختگ لامل شي.

ډونالډ ټرمپ: باید امریکا خپلې اتومي زېرمې پراخې کړي

"شمالي کوریا غواړي یو اټومي ځواک وپیژندل شي"

ښاغلى راى کرافت وايي دا چاره به نه کارنده وي او نه هم کارنده ثابتېداى شي.

د بريتانيا حکومت باوري دى چې په نړېواله کچه د اټومي وسلو د له منځه وړلو موخه د تدريجي څو اړخيزه بې وسلې کولو له لارې تر لاسه کېداى شي. په ملگرو ملتونو کې د بريتانيا استازى په دې باور دى چې دا چاره په يوه موجوده نړېواله اداڼه کې گام په گام يوازې د خبرو اترو له لارې تر سره کېداى شي.

خو د سويډن د بهرنيو چارو وزير مارگاټ والسترام چې هېواد يې پر اټومي وسلو د بشپړ بنديز له ټينگو ملاتړو دى وايي "دا چاره به ډېر وخت ونيسي، خو شونې ده."

پر اټومي وسلو د بنديز په تړاو د خبرو اترو اعلان په تېر اکتوبر کې شوى و چې هغه مهال بريتانيا، فرانسې، اسراييل، روسيې او امريکا دغه راز يوۀ تړون ته منفي رايه ورکړه، حال دا چې پاکستان، هند او چين له رايې ورکولو ډه ډه کړې وه.

د انځور حقوق AP
Image caption لوېدیځ له شمالي کوریا وېره لري چې د اتومي سروکو لېږدوونکو توغندیو جوړولو کې یې ډېر اوږد واټن وهلی دی.

ورته مطالب