امریکايي چارواکي ولې د نجلۍ زوکړې سند کې 'الله' توری نه لیکي؟

د انځور حقوق ACLU
Image caption د ماشومې پلار "اتلانتا جورنال" ته ویلي، د لور نوم کې یې ځکه د الله توری راوړي چې دا یو سپېڅلی تور دی

د امریکا جورجیا ایالت کې یوې جوړې (مېړه او ښځې) د چارواکو پروړاندې له دې کبله یوه رسمي دعوا راپورته کړې، چې ولې یې د دوی لور نومولو کې د ''الله'' د توري کارولو مخه نیولې ده.

د امریکا د عامې روغتیا وزارت دغې ۲۲ میاشتینۍ نجلۍ ته د زوکړې سند کې د هغې لقب کې د ''الله'' توري له لیکلو ډډه کړې ده.

د نجلۍ مور الیزابیت هانډي او پلار یې بلال واک وايي ''دا هېڅ د منلو وړ نه ده چې لور یې دې بې نومه پاتې شي''، خو په یاد ایالت کې چارواکو ویلي، د نجلۍ (زولیخا ګریسفول لورینا الله) باید یا هانډي او یا واک شي یا دا چې دواړه ورته غوره شي او "هانډي واک" شي.

د امريکا نوی ولسمشر د قرآن کريم تلاوت ته ناست و

ایران کې 'محمد، د خدای پیغمبر' فلم نندارې ته وړاندې شو

د امریکا د مدني ازادیو ټولنې، چې د دغې جوړې په استازیتوب یې دعوا راپورته کړې، ویلي د حکومت له خوا د نوم نه لیکل د چارواکو سرغړونه ده.

د نجلۍ پلار ''اتلانتا جورنال'' ته ویلي، دوی غوښتل خپلې لور ته ''الله'' لقب وټاکي، ځکه چې دا یو ''سپېڅلی'' نوم دی.

دی وايي ''د دې ایالت پرېکړه بې انصافي او زموږ له حقونو سرغړونه ده.''

''اسانه مسله''

په دې ایالت کې د روغتیا وزارت وکیلانو ویلي ''په ایالت کې د پلي کېدونکو قوانینو په رڼا کې باید په لومړنیو اجرآتو کې د نجلۍ نوم د پلار یا مور له نامه سره وتړل شي.''

دغې جوړې ته د چارواکو له خوا یو لیک استول شوی چې وايي د زولیخا ماشومې لقب عالي محکمې ته د عریضې وړاندې کولو په مټ بدلېدای شي، خو وروسته تر هغه چې د زوکړې سند ترلاسه کړي.

د دغې دعوا اړوند اسناد ښيي، چې دغې جوړې لا واده نه دی کړی او د علي الله په نامه یو بل کوچنی ماشوم هم لري.

د امریکا د مدني ازادیو ټولنه وايي، ''که ماشومه د زوکړې سند ونه لري، نو د ټولنیزې بیمې له اسانتیاوو بې برخې کېږي.''

دغه ټولنه وېره لري چې هسې نه دا ماشومه د امریکا د تابعیت له حقه بې برخې شي.

د یادې کورنۍ وکیله میشل بومیرنډ وايي "دا حق والدین لري، نه ایالت چې خپلو ماشومانو د خپلې خوښې نوم غوره کړي، دا یوه اسانه مسله ده."

'پیغمبر ته د سپکاوي' په تور مصری وزیر له دندې ګوښه شو

د پیغمبر یعقوب پسونه خپل "کور ته ستنېږي"

ورته مطالب