'داعش' وېډیو کې ایران ته ګواښ کړی

د انځور حقوق ALAMY
Image caption وړاندې د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان برید جنرال احمد رضا پوردستان په تېره اګسټ میاشت کې وویل، د "اسلامي دولت" په نوم ډلې له قصرشیرین او نفت‌شهر سیمو وسله وال جذب کړي دي.

"اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې په یوه وېډيويي فارسي ژبي پیغام کې ایران ته ګواښ کړی چې د سیمې هېوادونو کې لاسوهنې کوي.

د فرانسې د خبري اژانس د راپور پربنسټ، "د فارس خاوره: له پرونه تر ننه" تر سرلیک لاندې دغه ۳۶ دقیقې وېډیو د دوشنبې په وځ د عراق "دیاله" ولایت کې د داعش اړوندو خواله رسنیو له لارې خپره شوې ده.

یو پټ مخی سړی په دې وېډیو کې د ایران مشرانو ته وايي: "کرکجن خامنه ای، چې په اصطلاح د اسلامي ایران رژیم اداره کوي، ډاډه اوسئ چې ډېر ژر به مو کور دا ډول ویجاړ کړو."

کیري: ایران د 'داعش' ضد ایتلاف کې همکاري کولی شي

امریکا ته ایران لوی ګواښ دی که داعش؟

هغه په دې خبرو کې هغې ویجاړۍ ته اشاره کړې چې شا ته یې ښکاري.

د راپور پربنسټ، په دې وېډیو کې د ځینو نیول شویو بندیانو سرونه غوڅېږي چې د یوه پر جامو یې "یا حسین" لیکل شوي.

بل سړی په وېډیو کې وايي: "موږ به ایران ونیسو او سني اسلام به لکه پخوا چې و، پرې واکمن کړو".

په دې وېډیو کې ایران غندلی شوی چې وايي: "ایران د امریکا او اسرائیلو پرضد شعار ورکوي چې سنیان وغولوي، حال دا چې ایراني یهودان د ایران د دولت تر ساتنې لاندې خوندي ژوند کوي او تهران او اصفهان کې عبادتځي او کلیساوې موجودې دي".

ایران د داعش او نورو سني اورپکو پروړاندې د عراق او سوریې له دولتونو سره همکاري کوي او زرګونه جنګیالي او پوځي سلاکاران یې دغو دواړو هېوادونو ته استولي دي.

ایراني چارواکي داعش ته د "بالقوه ګواښ" په سترګه ګوي او وايي ځینې وخت د ایران د ننه د داعش له غړو سره ښکېل شوي دي.

د ایران پوځي چارواکو مخکې د عراق دیاله ولایت کې، چې د ایران له کرمانشاه او ایلام سره ګډه پوله لري، د داعش پل پسې اخیستی او ختیځ، پولو کې یې د داعش د ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

وړاندې د ایران د ځمکنیو ځواکونو قومندان برید جنرال احمد رضا پوردستان په تېره اګسټ میاشت کې وویل، د "اسلامي دولت" په نوم ډلې له قصرشیرین او نفت‌شهر سیمو وسله وال جذب کړي دي.

قصرشیرین او نفت شهر په کرمانشاه کې له عراق سره ګډه پوله لري.

تهران وايي عراق کې یې پر "داعش" بمبار نه دی کړی

د انځور حقوق Alamy
Image caption د ایران پوځي چارواکو مخکې د عراق دیاله ولایت کې، چې د ایران له کرمانشاه او ایلام سره ګډه پوله لري، د داعش پل پسې اخیستی او ختیځ، پولو کې یې د داعش د ګواښ په اړه اندېښنه ښودلې ده.

داعش د ۲۰۱۴ کال اوړي کې د عراق دیاله کې جلولا ښار ونیو چې د ایران کرمانشاه خسرو پولې ته ۵۰ کیلومتره نژدې شوي وو، خو دغه ښار د عراقي او کردي ځواکونو له خوا بېرته له داعش ونیول شو.

د ایران پوځي چارواکو د عراق ۴۰ کیلومتره خاوره له "ترهګرو ډلو" سره د مبارزې لپاره د ایران لپاره سره کرښه ګڼلې وه.

اړونده مطالب