د نیلسون منډیلا د مبارزې ملګری احمد کاتهراډا ومړ

احمد کاتهراډا د انځور حقوق AFP
Image caption احمد کاتهراډا ۲۶ کاله زندان کې تېر کړي وو

سویلي افریقا کې د اپارتاید ضد تجربه کار فعال احمد کاتهراډا د ۸۷ کلونو په عمر ومړ. د نوموړي اړوند مرکز مسوولینو ویلي، نوموړی د جوهانسبرګ په یوه روغتون کې د دماغ جراحۍ له عملیاتو وروسته د لنډې مودې لپاره ناروغ و او تېره شپه مړ شوی دی.

احمد کاتهراډا د نيلسون منډیلا تر څنګ د افریقن نیشنل کانګریس د اتو نورو فعالانو په ګډون ۱۹۶۴ کال کې د عمري زندان په سزا محکوم شوی و. پر دوی د سپین پوټکو اکثریتي حکومت نسکورولو د هڅو تور پورې شوی و.

د نېلسن منډېلا د مړينې په اړه نړیوال غبرګونونه

جنوبي افریقا پر بانکنوټونو د منډېلا عکس چاپوي

اپارتایید حکومتي سسټم ۱۹۴۸ کال کې سویلي افریقا کې رامنځته شو، چې د سپین پوټکو او د هېواد نورو اوسېدونکو تر منځ د تبعیض پر بنسټ ولاړ و. خو له دې مخکې دغه هېواد کې داسې قوانین وو، چې د سپین پوټکو او د هېواد نورو اوسېدونکو تر منځ یې تبعیض کاوه.

کاتهراډا چې له مینې به کاتهې بلل کېده، د خپل عمر ۲۶ کلونه په زندان کې تېر کړل. له دې نه هغه ۱۸ کاله د روبین بدنام ټاپو هغه زندان کې تېر کړل، چې نیلسون منډیلا هم په کې زنداني و.

جوهانسبرګ کې د بي بي سي خبریال میلټون نیکوسي وايي، کاتهراډا نه یوازې دا چې د نیلسون منډیلا نژدې ملګری و، بلکې په خپله یې هم د بشري حقونو لپاره اوږده مبارزه کړې وه.

نوموړی په ۱۲ کلنۍ کې د ځوانانو کمونیست لیګ غړی شو او وروسته یې د ټرانسووال انډین لیګ ملګرتیا وکړه.

د انځور حقوق EPA
Image caption احمد کاتهراډا د متحدو ایالتونو له پخواني ولسمشر باراک اوباما سره رابینسون ټاپو کې ۲۰۱۳

کاتهراډا ۱۹۸۹ کال کې له زندانه خوشی شو او په سویلي افریقا کې له لومړنیو دیموکرایتکو ټاکنو وروسته د هغه مهال ولسمشر نیلسون منډیلا په ټینګار سره له نوموړي وغوښتل، چې له هغه سره د سیاسي چارو سلاکار په توګه دنده وکړي.

کاتهراډا ۱۹۹۹ کال کې پارلمان پرېښود، خو سیاست کې یې برخه اخیسته. هغه د اي این سي پر اوسنیو تګلارو نیوکې کولې او له ولسمشر جیکب زوما یې غوښتل چې استعفا وکړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب