د ټپي طالب وژونکي پوځي ته د ۷ کاله زندان سزا ورکړل شوه

د انځور حقوق AP

هغه بریتانوي پوځي ته د اووه کاله زندان سزا ورکړل شوې، چې هلمند کې یې یو ټپي طالب وسله وال په ډزو وژلی و. ۴۲ کلن ډلګۍ مشر الکساندر بلیکمان به څو اوونۍ وروسته خوشی شي، ځکه هغه له مخکې نه درې کلونو ډېره موده زندان کې تېره کړې ده.

د مارچ په ۱۵ مه بریتانیا کې یوې محکمې د دغه سرتېري له لوري د یوه ټپي طالب وژنې جرم د 'قصدي قتل ' پر ځای غیر قصدي وژنه بللې وه.

پېښه ۲۰۱۱ کال کې هغه مهال شوې وه، چې د برتیانوي پوځيانو پر یوې ګزمې وسله والو برید کړی و.

د ټپي طالب وژونکي برتانوي سرتېري ته د عمربند سزا

د ۱۶ افغانانو په وژنه تورن پوځي د جرم اعتراف وکړ

له اپاچي چورلکې، چې د ګزمه کونکو سرتېرو هوايي ملاتړ لپاره لېږل شوې وه، پر بریدګرو ځوابي برید شوی و، چې پایله کې یې له دوو نه یو بریدګر سخت ټپي شوی و او وروسته سرتېرو ټپي حالت کې په یوه کرونده کې موندلی و.

بلیکمان له دې مخکې یوازې د aپوځي په نوم پېژندل کېده او له هغه وروسته چې مجرم وپېژندل شو، بشپړ نوم یې هم په ډاګه شو.

بلیکمان د لندن شاهي عدالت کې د پرېکړې پر مهال له زندانه د ویډیو لینک له لارې برخه درلوده. د نوموړي مېرمنې کلایرې د یو شمېر نورو فعالانو په ګډون د هغه د سزا بیا ارزونې لپاره کمپاین کاوه.

د انځور حقوق .

له محکمې بهر له خپلو پلویانو سره یو ځای د خبرو پر مهال نوموړې وویل ' ډېره خوښه ' ده. هغې ویلي:

'دا هغه شېبه ده، چې موږ ټولو ورته سخته مبارزه وکړه '

هلمند کې په قصدي ډول د یوه ټپي طالب قصدي وژنې مجرم پېژندل شوی و او د ۱۰ کلن زندان په سزا محکوم شوی و.

قاضیانو خپله پرېکړه کې ویلي، ''که څه هم د بلیکمان د جرم کچه له قصدي وژنې نه غیر قصدي هغې ته ټیټه شوې، خو په وینا یې نوموړی اوس هم د عمدي وژنې پام وړ مسوولیت لري. ''

اړونده مطالب

ورته مطالب