نیویارک: د زړورې نجلۍ مجسمه به پر ځای ولاړه وي

د انځور حقوق Reuters
Image caption د دغې مجسمې هدف د جنسیتي هدف پر وړاندې مبارزې ته د کمپنیو هڅول دي

نیویارک ښاروال وايي، د دغه ښار پر وال سټریټ د مشهور غوايي مجسمې پر وړاندې د زړورې ولاړې نجلۍ مجسمه به تر راتلونکي کال مارچ پورې پر خپل ځای پاتې شي.

ښاروال، بیل دي بلاسیو وايي، د ښاروالۍ اړوند ادارو دغه طرح تایید کړې ده.

د دغې نجلۍ مجسمه د مارچ په اتمه جنسیتي تبعیض او کاري چاپېریال کې د معاشونو تر منځ توپیر ته د پام اړولو په موخه ځای پر ځای شوې وه. په پام کې وه، چې دغه مجسمه چې د سیلانیانو توجه یې ځانته کړې وه، د یکشنبې پر ورځ له دغه ځایه لرې کړل شي.

مصر کې نوې کشف شوې مجسمه د 'دویم رمسیس نه ده'

۳۰۰۰ کلنه فرعوني مجسمه بیا پر پښو ودرېده

ښاغلی بلازیو چې د دغې یو متر او ۲۱ سانتۍ مجسمې څنګ ته ولاړ و وویل، '' دغه مجسمه د نیویارک اوسېدونکو ته خورا مهمه ده ''

هغه وايي، دغه مجسمه د ځان د قوت او زړورتیا ته د پام په معانا ده. ''

'' له دغې مجسمې نه موږ ټول د اړتیا پر مهال الهام اخلو ''

دغه مجسمه سټیټ سټریټ ګلوبل اډوایزر کمپنۍ له لوري کرستن ویزبال نومې هنرمند جوړه کړې.

دغه کمپنۍ وايي، دغه مجسمه د راتلونکي وخت استازیتوب کوي. د کمپنۍ په خبره د امریکا له ۳۰۰۰ کمپنیو نه څلورو کې یوه داسې ده، چې ان یوه ښځینه کارکونکې هم نه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ګڼ سیلانیان د دغې مجسمې لیدو ته ورځي
د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاروال بیل دي بلاسیو وايي، د زړورې نجلۍ مجسمه به پر ځای ولاړه وي

د وال سټریټ مجسمه اصلاً ارتهورو دي موډیکا له لوري جوړه شوې وه، چې ایټالیا کې زېږېدلی و. دغه مجسمه ۱۹۸۹ کال کې د ۱۹۸۷ کال د اقتصادي بحران پر وړاندې د امریکا د خلکو پیاوړتیا څرګندولو د نښې په توګه جوړه شوې وه.

خو دغه مجسمه د سیلانیانو د پام وړ وګرځېده او پر خپل ځای پرېښودل شوه.

ورته مطالب