خلیل رفاتي: شړل شوی معتاد څرنګه میلیونر شو؟

د انځور حقوق KHALIL RAFATI
Image caption اوس خلیل ۴۶ کلن میلیونر دی، چې د امریکا متحدو ایالتونو کې د څښاک تر ټولو د مشهور شرکت مشري کوي.

نوموړی د لاس انجلیس پر سړکونو ککړ وېښته او شاړې واړې حالت کې اوسېده، اصلاً له اوهایو تښتېدلی و، ځکه چې هلته کلونه - کلونه پرې جنسي تېری شوی و.

خلیل رفاتي د اوهایو ایالت یوې داسې کورنۍ کې زیږېدلی، چې مور یې د پولنډ یهودۍ او پلار یې فلسطینی مسلمان و، ماشومتوب یې ډېر ګډوډ تېر کړی، له ښوونځي تښتېدلی، په غلا، لوټ او ویجاړیو یې لاس پورې کړی دی.

وروسته خلیل د موټر جوړونې برخه کې ډېر ژر ماهر مستري شو، چې ډېری مراجعین یې د لاس انجلیس مشهور کسان او شتمن وو، خو هغه به په پټه د اکستازي او هیرویینو په څېر د نشه يي توکو کاروبار هم کاوه.

د نشه يي توکو سوداګر هم د هیروینو او کوکایینو له کارولو خوندي نه دی، خلیل هم له همداسې تجربې سره مخامخ شوی، وزن یې ورسره کم شو د پوستي د سولېدو په څېر له ګڼو ناروغیو سره لاس او ګرېوان شو.

د انځور حقوق KHALIL RAFATI
Image caption خلیل رفاتي اوس د امریکا په کلیفورنیا کې د "سن لایف" په نوم مشهور شرکت لري

دی وايي، هېڅ یې نه یادېږي چې د نشه يي توکو لرلو یا کاروبار له کبله څو ځلې بندي شوی دی، خو دې کار یې ژوند ډېر تریخ کړ، د ډېرو نشه يي توکو کارولو له کبله یې په ټول بدن کې د دردونو له امله خوب ورک شو.

خلیل څو ځلې له نشې د ځان ساتلو هڅه کړې چې بېرته صحي ژوند پیل کړي، خو وايي "نصواري نصوار نه شي پرېښودای".

خو په نهم ځل ډېرې نشې داسې اخطار ورکړ، چې نور دې نو له ژونده لاس پرېمنځي، همدا لامل شو چې په بشپړه توګه یې له نشه يي توکو لاس واخیست او سد یې سر ته ورغی. په نشې د روږدو کسانو درملنځي ته بوتلل شو او هلته څلور میاشتې پاتې شو، له هغه وخت راهیسې یې بدن ورو ورو په ښه کېدا شو.

له نشې پاک ژوند د خلیل دا هوډ لا پیاوړی کړ چې خپل ځان، بریا او روغتیايي ژوند ته ډېر پام وکړي، همدا یې د میلیونر کېدو لامل شو او اوس په کلیفورنیا کې د "سن لایف" په نوم مشهور شرکت لري.

"ژوند مې ختم شو"

په پیل کې هغه جوس جوړول، دا کار یې له ناروغانو سره د همکارۍ په پار پیل کړ، په تېره بیا په نشې د روږدو کسانو لپاره، ځکه چې د نشې له کبله د دوی د وجود مقاومت ډېر کمزوری شوی و.

خلیل "نیویارک ټایمز" ورځپاڼې ته په نشې د روږدېدو د خپلې تجربې په اړه ویلي: "ډېر ژوند ځای ته کوز شوم، نور ښکته نه شوی تلای، خپل ټول توکي مې مات کړل، ژوند مې ختم شو".

د خلیل د څښاک او قهوې شرکت په نمونوي ډول ډېر ژر د بریا څوکې ته ورسېد، چې په کال کې یې د خرڅلاو کچه په ۶ سوداګریزو مرکزونو کې تر ۶ میلیون ډالرو اوړي، هغه د جامو یوه څانګه هم پرانیسته، چې دا مهال د امریکا په ۱۶ نورو ایالتونو او جاپان کې هم پر انټرنېټ د خرڅلاو چارې مخته وړي.

د انځور حقوق KHALIL RAFATI
Image caption خلیل په ۲۱ کلنۍ لاس انجلیس ته په دې تمه سفر وکړ، چې هلته یو سینمايي ستوری شي

په لاس انجلیس کې پر سړک د ژوند پرځای اوس خلیل په ځانګړو الوتکو کې سفر کوي، کټ مټ لکه د هالیووډ د فلمونو د ممثلینو په څېر ژوند لري.

خلیل په ۲۱ کلنۍ لاس انجلیس ته په دې تمه سفر وکړ، چې هلته یو سینمايي ستوری شي، خو چې سینمايي خوب او خیال یې رښتیا نه شول، لږترلږه د الیزابیت ټیلر او جیف بریجیز په څېر د مشهورو کسانو او شتمنو د موټرو جوړولو له لارې یې هغوی ته ځان ورنژدې کړ.

خو څه خبر و چې بېرته به په نشې د روږدېدو ژوند او د نشه يي توکو سوداګرۍ ته بېرته ستنېږي، خو په نهم ځل د مرګ له څنډې راوګرځول شو او په یوه داسې نړۍ کې یې خپل ژوند پیل کړ، چې هم روغ، هم شتمن او هم هوسا شو.

مخکې له دې چې پخپل ابتکار د روغتیايي څښاک شرکت جوړ کړي، خلیل به د سپو د پالنې او د باغچو د پاکولو له لارې روزي ګټله، له دې لارې یې یوه اندازه پیسې پیدا کړې، لومړنی کاروبار یې پرې پیل کړ او د سوداګرۍ نړۍ ته پرې ننوت.

د انځور حقوق SUNLIFE ORGANICS
Image caption په کلني ډول د خلیل د څښاک او قهوې شرکت خرڅلاو تر ۶ میلیون ډالرو اوړي،

په ۲۰۰۷ کال، خلیل یو خرابه کور په نشه د روږدو کسانو د استوګنځي لپاره په کرايه ونیو، ناروغان به په میاشت کې د ۱۰ زرو ډالرو مقابل کې هلته اوسېدل، ده به ډول ډول جوس ورته جوړول، چې بیا وروسته د خلیل جوس په ټول بازار کې یو برنډ وګرځېد.

خلیل په ۲۰۰۱ کال په مالیبو کې له خپلې یوې ملګرې سره، چې روغتیايي جوس به یې تولیدول او خرڅول، د "سن لایف" په نوم شرکت جوړ کړ، ډېر ژر یې ګټه وکړه او په لومړي کار یې د یو میلیون ډالرو په ارزښت تولیدات خرڅ کړل.

خلیل اوس د خپل شرکت په ۶ څانګوو کې تر ۲۰۰ ډېر کارګر لري.

په "دویچ بنک" کې شنونکی راب نازارا وايي، د خلیل د بریا کیسه د هغه د پیاوړي شخصیت زیږنده ده، "د یوه چا تعلیمي کچې او مسلکي تجربې ته په نه کتلو، ښايي هغه په ټینګ هوډ او ژمنتیا ژر د بریالیتوب حد ته ورسېږي. "