بدنام'انقلابي' د درېیم ځل لپاره په عمري زندان سزا محکوم شوی

جیکال د انځور حقوق Alamy
Image caption کارلوس د جیکال د ۱۹۷۰، ۲۰۰۱ او ۲۰۱۳ کلونو پر مهال

د وینزویلا بدنام جنګیالي کارلوس د جیکال د فرانسې یوې محکمې د عمري زندان په سزا محکوم کړی دی. نوموړی دوه ځلې مخکې هم په عمري زندان محکوم شوی او زنداني دی.

جیکال چې ځان یې خپله انقلابي باله اصلي نوم یې الیچ رامیریز سانچیز و او اوس ۶۷ کلن دی.

نوموړی ۱۹۷۴ کال کې د پاریس یوه دکان ته د لاسي بم غورځولو مجرم بلل شوی دی.

هغه پېښه کې یو کس وژل شوی و او ۳۲ نور ټپیان شوي وو. نوموړي پرې لګېدلي تورونه رد کړي او ۴۳ کاله وروسته محاکمه یې ' د خندا وړ ' بللې ده.

"تمه ده د منځني ختيځ تړون '۹ مياشتو' کې وشي"

کارلوس د وینزویلا په یوه شتمنه کورنۍ کې زېږېدلی و. په مسکو کې د لوړو زده کړو له تر لاسه کولو وروسته کارلوس خپل هېواد ته ستون شو او د فلسطین خپلواکۍ لپاره د پاپولر فرنټ نومي سازمان غړی شو.

دی په ۱۹۷۵ کال کې مسلمان شو.

سږ کال مارچ کې د خپلې محاکمې د پیل پر مهال نوموړي وویل، چې څومره کسان یې وژلي، ټول د (انقلاب) په نوم وژل شوي دي. هغه ویلي و:

' د فلسطیني مبارزې پر مهال بل چا دومره کسان نه دي وژلي لکه ما چې وژلي. زه یوازینی ژوندی پاتې کس یم. په دغه ټوله جګړه کې یو شمېر کسان د ناپوهۍ له کبله ووژل شول، چې د خواشینۍ خبره ده '

یو مهال نوموړی داسې کس و، چې چارواکو یې سخت ډېر لټون کاوه، چې بالاخره ۱۹۹۴ کال کې فرانسوي ځانګړو پولیسو د سودان خرطوم کې ونیو. د نیول کېدو پر مهال جیکال د مارکسيست جنګیالي په حیث مشهور و او د بمي بریدونو، سیاسي وژنو او یرغمل کولو پېښو کې ښکېل بلل کېده.

نوموړی د جیکال په نامه ځکه مشهور شو، چې د فراډریک فورست مشهور ناول ' د ډې اف د جیکال ' ورسره وموندل شو.

د هغه ناول مرکزي کرکټر د فرانسې پخواني ولسمشر چارلز ډیګال د وژلو کوښښ کوي.

ورته مطالب