درې ميليونه افغان ماشومان ښوونځيو ته نه شي تلی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

درې ميليونه افغان ماشومان ښوونځيو ته نه شي تلی

افغانستان کې د پوهنې وزارت چارواکي وايي د ښوونیز کال له پیلدو سره شاوخوا درې میلیونه افغان ماشومان له ښونځیو پاتې دي او په اړه يې اندېښنه څرګنده کړې ده.

د ماشومانو د ژغورنې نړیوال بنسټ، سېو د چلډرن، هم تېره اونۍ ویلي وو چې له پاکستانه خپل هېواد ته ستنو شویو افغان کډوالو کې ډېر ماشومان له ښونځیو پاتې دي او د خپلو کورنيو اقتصادي ستونزو له امله درنو کارونو ته مخه کوي. سید عبدالله نظامي پرې له کابله راپور لري.