قاضي د ټرمپ د سفر بندیز امر نور هم ځنډولی

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ د بندیز د امر پرضد امریکا کې پراخ لاریونونه وشول

د امریکا هاوايي ایالت کې یوه فدرال قاضي د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د نوي بندیز ځنډول نور اوږده کړي. په دې معنا چې د ټرمپ دا فرمان په محکمه کې د حکم تر نهايي کېدو پورې نه عملي کېږي.

د قاضي ډیریک واسټسن د دې امر معنا دا ده چې ولسمشر ټرمپ په زور د خپل فرمان له عملي کېدو راګرځوي.

د ټرمپ د سفر په نوي بندیز کې شپږ مسلمان هېوادونه دي.

م. م: د ټرمپ سیاست د بهرنیانو ضد کرکه پاروي

''امریکا ته پر تګ د بندیز لګولو قانوني واک لرم''

د امریکا دولت وايي، دا بندیز به سیاحت ته زیان ورسوي او دا وړتیا به ختمه کړي چې بهرني محصلین او کار ګر په کارونو وګومارل شي.

ولسمشر ټرمپ وایي، د هغه د بیاارزول شوي بندیز هدف دا دی چې امریکا ته د ترهګرو د ننوتلو مخه ونیوله شي.

قاضي واټسن دا امر د چارشنبې په ورځ ناوخته د هاوايي او د امریکا د عدلیې وزارت د څارنوالانو له یوې غونډې او بحث وروسته کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption د قاضي ډیریک واسټسن د دې امر معنا دا ده چې ولسمشر ټرمپ په زور د خپل فرمان له عملي کېدو راګرځوي.

ولسمشر ټرمپ د مارچ پر ۶مه امریکا ته د ایران، لیبیا، سومالیا، سودان او یمن پر وګړو امریکا ته د ۹۰ ورځو د بندیز اجراییوي امر صادر کړ او امریکا ته یې د ۱۲۰ ورځو لپاره د کډوالو د ورتګ بندیز ولګاوه.

د دغه امر پیل کې، چې د جنورۍ په وروستیو کې شوی و، امریکا او نورو سیمو کې اندېښنې راوپارولې او د ټرمپ د امر پرضد پراخ لاریونونه وشول.

لومړی ځل د امریکا سیاټل ایالت کې یوه قاضي د ټرمپ د امر نه عملي کولو حکم وکړ.

"د ټرمپ بندیزونه به د داعش د پروپاګند وسیله شي"

د امریکا کورني امنیت وزارت د ټرمپ کډوالۍ فرمان 'رد کړ'

بیا وروسته د امریکا په نورو برخو کې هم محکمو د ټرمپ د بندیز د امر پروړاندې بېلابېل حکمونه صادر کړل. په میرلنډ ایالت کې یوه قاضي د روانې میاشتې لومړیو کې د دغه امر ځنډولو امر وکړ.

د ټرمپ د سفر د بندیز له امر نه وروسته عراق مستثنا شو.

د انځور حقوق AP
Image caption د ټرمپ له فرمان وروسته امریکا کې پراخ لاریونونه وشول

ورته مطالب