اروپا کې د شري ناروغۍ خپرېدو وېره

د انځور حقوق SPL
Image caption ایټالیا او رومانیا کې د شري ناروغۍ د خپرېدو ډېر امکان شته.

د روغتیا نړیوال سازمان په اروپا، تېره بیا هغو سیمو کې د شري ناروغۍ د خپرېدو خبرداری ورکړی، چې د دغې ناروغۍ پروړاندې پکې وقایوي اجرآت کمزوري دي.

ایټالیا او رومانیا کې د شري ناروغۍ د خپرېدو ډېر امکان شته.

ایټالیا د روان کال لومړۍ میاشت کې تر ۲۰۰ ډېر د شري ناروغان درلودل. خو رومانیا کې د ۲۰۱۶ کال له جنورۍ میاشتې راهیسې په شري ناروغۍ تر ۳۴۰۰ ډېر کسان اخته شوي وو، چې ۱۷ یې مړه شوي دي.

شری تر ډېره ساري ناروغي ده، همدارنګه له یوه هېواد بل ته د سفر او لېږد له لارې انتقالېږي.

کانګو کې شري ۳۱۵ کسان وژلي.

''بلوچستان کې واکسین ۶ ماشومان وژلي''

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د شري ناروغۍ د سرایت مخنیوي لپاره باید لږترلږه ۹۵ سلنه وګړي واکسین شي.

خو ګڼ هېوادونه د واکسین په ترسره کولو کې پاتې راځي.

د شري دېری پېښې په هغو هېوادونو کې رامنځ ته کېږي چې له دې کچې پکې کم واکسین کېږي، لکه فرانسه، جرمني، ایټالیا، پولنډ، رومانیا، سویټزرلنډ او اوکرایین.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د تېرې فبرورۍ میاشتې لومړني معلومات ښيي چې په شري د اخته کسانو نوې شمېرې مخ پر ډېرېدا دي.

په اروپا کې د دغه سازمان مشرې سوزانا جاکوب پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې پخپلو خاورو کې ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption شری مخ پر وده هېوادونو کې ډېر کسان وژني، خو د بې پولې ډاکټرانو د یوه راپور په وینا، په ډېرو بې وزله هېوادونو کې یې کچه ۲۰ سلنه ډېره ده.

د شري ویروس ژر خپرېږي، چې خطرناک نس ناستی، د بدن وچوالی، د ساه لنډۍ ستونزې او دماغي التهاب ورسره ملګري وي.

شری مخ پر وده هېوادونو کې ډېر کسان وژني، خو د بې پولې ډاکټرانو د یوه راپور په وینا، په ډېرو بې وزله هېوادونو کې یې کچه ۲۰ سلنه ډېره ده.

په مخ پر ودې هېوادونو کې هر ماشوم ته د یو ډالر په ارزښت د شري واکسین ورکول کېږي.

د شري ناروغۍ لپاره امریکا کې د واکسین تاوده بحثونه - (وېډیو)